کلتور وزارت د هلمند کلتوري چارو ته پام کوي

کلتور وزارت د هلمند کلتوري چارو ته پام کوي

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان د سکتوري ادارو په مشرۍ ددې ولايت لپاره د انکشافي، رغنيزو او نورو پروژو ترلاسه کولو سربيره په راتلوونکي مالي کال کې هلمند ته لا ډيرې پاملرنې په پار پلازمينې کابل ته د سفر لومړی ليدنه د اطلاعات او فرهنګ سرپرستې وزيري حسينې صافۍ سره وکړه.

ښاغلي ياسين د تاريخي ابداتو رغونې او خونديتوب سربيره د اطلاعات او فرهنګ رياست لپاره د ودانۍ، عامه کتابتون، موزيم، تشکيلاتو لوړوالي، د ځوانانو ملاتړ، د نشراتي برخې پياوړتيا او ادبي برخې ته د لا پاملرنې لپاره د اطلاعات او فرهنګ وزيري ته مشخص وړانديزونه وکړل.

د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزيري حسينې صافۍ د هلمند والي دا نوښت وستايه چي د سکتوري ادارو په ملتيا کابل ته راغلی او وزارت پر وزارت د ياد ولايت لپاره پر پاملرنې کار کوي.

ميرمن صافۍ د هلمند والي په مشرۍ د ورغلي پلاوي په درناوي پر راتلونکو پلانونو او پروژو سربيره د دوه نورو پروژو د ورکړې ژمنه وکړه.

هغې د تاريخي سيمو رغونې، د فرهنګي چارو پياوړتيا، تشکيلاتو لوړولو او نورو برخو کې هلمند ولايت ته د لا پاملرنې ډاډ څرګند کړ.




t