روان کال ختيځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۰ قضيې ثبت شوي

روان کال ختيځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۰ قضيې ثبت شوي

په ختيځ کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مسولين وايي، دغه زون کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۰ قضيې ثبت شوي چې د تېر په پرتله په کې زياتوالی راغلی دی.

دوی که څه هم وايي، چې د پېښو د ثبت کچه د تېر په پرتله زياته شوې؛ خو وايي، د عامه پوهاوي په زياتوالي سره د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی دی.

مسولينو دا څرګندونې د لړم په ۱۴مه د ننګرهار د ښځو چارو رياست له لورې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيوالې ورځ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د ښځو چارو رييس فتانې عزيز وويل، دا ورځ هر کال د نړۍ مختلفو هيوادونو کې د نومبر په ۲۵مه نېټه لمانځل کېږي او هڅه کېږي چې د عامه پوهاوي په زياتوالي سره د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم کړي.

«د نوموړې د معلوماتو له مخې د روان لمريز کال په تېرو اوو مياشتو کې دلته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۹۱ قضيې ثبت شوي چې په کې له کوره د تېښتې، جبري ودونو، فزيکي تاوتريخوالی، رواني تاوتريخوال او نورې قضيې شاملې دي.»

هغه د دغو ټولو ستونزو تر شا د فقر موجوديت لويه پديده ګڼي او وايي، دا رياست هڅه کوي چې د عامه پوهاوي د لوړاوي ترڅنګ د کورنيو د اقتصادي پرمختګ لپاره هم بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی راکم شي.

بلخوا په ختيځ کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشره صبرينا حميدي هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له موجوديت اندېښمنه ده؛ خو وايي، له پخوا تاوتريخوالی ځکه راکم شوی چې خلکو ته عامه پوهاوی زيات شوی دی.

«مېرمن حميدي وايي، د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې ورسره د ختيځو څلورو ولايتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان اړوند ۲۲۰ قضيې ثبت شوي چې د پېښو د ثبت لوړ ګراف ترې څرګندېږي.
خو هغه وايي، اوس په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی او دا چې پر عدليي او قضايي ارګانونو د مېرمنو باور زيات شوی او له خپلو حقونو خبرې شوي؛ نو د ستونزو پرمهال عارض کيږي چې د پېښو د ثبت کچه ورسره لوړه شوې ده.»

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي مرستياله حبيبه کاکړ هم وايي، چې د پخوا په پرتله اوس د مېرمنو له لورې پر عدليي او قضايي ارګانونو باور زيات شوی او هر کله چې له ستونزو او تاوتريخوالي سره مخ کيږي؛ نو خپلې ستونزې له عدليي او قضايي ارګانونو، بشر حقونو او ښځو چارو رياست سره ثبتوي.

هغې ډاډ ورکړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي هره قضيه په ډير دقت سره څېړل کېږي او مېرمنو ته يې خپل حقونه ورسېږي او له تاوتريخوالي خلاصېږي.
په دغه غونډه ګڼې د مرکز جلال اباد ښار سربېره د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو مېرمنو هم ګډون کړی و چې دا ډول غونډې يې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره غوره وګڼلې.
د دوی له ډلې حناء پژواک اژانس ته وويل، دا ډول غونډې ځکه ډيرې ګټورې دي چې عامه پوهاوی ورسره زياتيږي، مېرمنې خبريږي چې څه حقونه لري او د تاوتريخوالي پرمهال بايد له کومې لارې خپل حق تر لاسه کړي.




t