ایران افغانستان ته د القاعده غړو په راليږد کې مرسته کوي

ایران افغانستان ته د القاعده غړو په راليږد کې مرسته کوي

ایران افغانستان ته د القاعده غړو په لیږد او هغوی ته د مالي امکاناتو په برابرولو کې مرسته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې ایران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده او په خپله خاوره کې یې د القاعده شبکې یوه ډله ځای پر ځای کړې ده.
په راپور کې راځي چې ایران د همدې ډلې وسله وال افغانستان او سوریې ته لېږي او مالي امکانات ورته برابروي.
سرچینه کاږي سره له دې چې د القاعده شبکې رهبري له منځه تلې، خو ددغه ډلې یو شمېر پاتې شوني د هند په نیمه وچه ایران، افغانستان او ځينو نورو سیمو کې فعالیت کوي.
امریکا پر ایران غږ کړی چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په دې توګه په سیمه کې د لا ډېرو کشمکشونو سبب نه شي.



ایران افغانستان ته، د القاعده، لېږد مرسته کوي
t