د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د محصلینو هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د محصلینو هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په دې نندارتون کې د محصلینو د صنفي فعالیتونو او د تحصیلي پایلیکونو له جملې څخه تر ۱۵۰ زیاتې نقاشۍ، میناتورۍ، ګرافیک او مجسمې د محصلینو د تشویق او ترغیب او له تاریخي، فرهنګي او اسلامي ارزښتونو سره د هنر د تعامل په موخه، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې نندارې ته کېښودل شول.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړه وزارت مالي او اداري مرستیال، د کابل پوهنتون رئیس، د اجرائیه ریاست د فرهنګي چارو سلاکار، د لوړو زده کړو وزارت ځینې رئیسانو، د هنرونو د پوهنځي رئیس، د کابل پوهنتون د مختلفو پوهنځیو رئیسانو او د هیواد ځینو فرهنګیانو، هنرمندانو او سینماګرانو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال، دوکتور احمد سیر مهجور د محصلینو د نندارتون وړاندې کوونکو څخه د مننې کولو په ترڅ کې وویل: « په دې برخه کې لوړو زده کړو وزارت ستاسو تر څنګ دی او ستاسو له لاسته راوړنو څخه پلوي کوي. دغه ټول تحولات په افغانستان کې د هنر او هنرمندانو د نړۍ لپاره د یوې ښې راتلونکي تضمین ورکوي، چې د یوې ماډرنې ټولنې له لوازمو بلل کیږي تر څو انساني ارزښتونو ته احترام وړاندې کړای شي. ځکه چې هنر یو نړیوال انساني ارزښت دی.»

نوموړي د هنر او په کابل پوهنتون کې د وروستنیو پرمختګونو په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل: «ښه ده چې په علمي او اکاډمیکو بنسټونو کې د هنر ځای له مخکې څخه زیات ټینګ شي او هنر په دې سره د ټولنې په بدلون، د ملت او هیواد په نورو برخلیک ټاکوونکو قضایاوو کې خپل ځای ثابت کړي.»

د کابل پوهنتون رئیس پوهنمل حمید الله فاروقي وویل: «کابل پوهنتون ویاړې چې د محصلینو یو لړ عملي او تحصیلي کارونه یې نندارې ته کېښودل او هغوی ته یې د عزت په سترګه وکتل، چې نن ورځ له نیکمرغه موږ د محصلینو د تحصیلي او هنري آثارو د نندارتون شاهد یو، چې دادی د دوی آثار د هیواد د هنرمندانو او د هنر زده کوونکو په خدمت کې قرار لري.

د ښکلو هنرونو پوهنځي رئیس پوهنمل سمیع الله نبي پور، د نندارتون د ترتیبولو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: «دغه نندارتون د څلور ډیپارټمنټونو د محصلینو د صنفي فعالیتونو او تحصیلي پایلیکونو څخه جوړ شوی دی چې موخه یې د محصلینو ترغیب، له تاریخي، فرهنګي او اسلامي ارزښتونو سره د هنر تعامل او د افغانستان د خلکو عنعناتو او رسومو ته ځلا ورکول دي.»

د غونډې له پایته رسیدو څخه وروسته، ګډون کوونکو د پټۍ په پریکولو سره، نندارتون افتتاح او د محصلینو له هنري آثارو څخه يې لیدنه وکړه او د محصلینو عملي کارونه یې وستایل.




t