مشورتي لويه جرګه؛ هرکلی او مخالفتونه / بصيرالحق عادل

مشورتي لويه جرګه؛ هرکلی او مخالفتونه / بصيرالحق عادل

بصيرالحق عادل

پرون د سولې مشورتي لويه جرګه پرانيستل شوه چې تر درې زره ډېرو کسانو برخه پکې لرله، په دغه شمېر کسانو کې يې دېرش سلنه ښځې ښودل شوي دي.

ولسمشر د مشورتي لويې جرګې پر مهال پر سوله خبرې وکړې او خلکو ته يې وويل، چې د جرګې هدف يوازې سوله غوښتل دي.

د ولسمشر څرګندونې د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوې، پر ټولنيزو شبکو د جرګې هرکلی وشو، وستايل شوه او دا د افغانستان په معاصر تاريخ کې تر ټولو لويه او ستره جرګه ياده شوه.

د جرګې په ستايونکو کې تر ډېره ځوانان وو چې د مشورتي لويې جرګې په هرکلي او د سولې د غوښتنې په پار يې ليکنې وکړې، نظريات يې وړاندې کړل او دا يې د افغان حکومت يو لوی بری وباله.

داسې ښکاري چې جرګه به ښې پايلې ورکړي او ډېرې هيلې ورته شته.

خو د سولې مشورتي دا ستره جرګه مخالفين هم لري.

تر ټولو لوی مخالف يې د افغان حکومت اجرايه رياست دی چې پرون يې وياند په خپلو څرګندونو کې وويل، ياده جرګه يوازې ولسمشر غني په خپله ګټه جوړه کړې ده او ولس ته به کومه مثبته پايله ونه لري.

دغه راز ولسمشرۍ ته ۱۲ نوماندانو هم ياده جرګه وغندله او ويې ويل، دا مصارف بايد حکومت پر جګړه ځپلو او سېلاب ځپلو سيمو وېشلي وای.

خو په ټوله کې جرګې ته هيلي، تمې او اميدونه شته او افغانانو يې پراخ هرکلی کړی دی.

ډېری افغانان په دې باور دي چې اوس وخت کې دا تر ټولو لويه راټولېدنه ده چې د خلکو د يووالي سبب به هم وګرځي.

په ياده جرګه د ايران او پاکستان څخه هم د افغان کډوالو استازي راغوښتل شوي دي او برخه يې پکې اخيستې ده.

جرګه کې شاملو يو شمېر ديني عالمانو وويل، هغوی چې جرګه کې ونډه نه اخلي، يا يې مخالفت کوي، د سولې مخالفين دي.

د سولې مشورتي جرګه به څلور ورځې دوام وکړي.



تبصره وکړئ

avatar