د ژوند پنځه خوندور واقعیتونه

د ژوند پنځه خوندور واقعیتونه

ـــ د یوه ماشوم لرل، تاسو په یوه مور او پلار بدلوي او د دوو ماشومانو لرل، تاسو په يوه ښوونکي بدلوي.

ـــ واده هغه اړیکه ده، چې په هغې کې تل یو کس په حقه دی او بل تل خاوند دی.

ـــ نه شئ کولای، چې مینه واخلئ، خو له پاره یې لوړه بیه ورکوئ.

ـــ مېرمن او خاوند تل سره توافق کوي: خاوند مني، چې تېروتنه یې کړې ده او مېرمن په بشپړه توګه ورسره همغږې ده.

ـــ زموږ ژبه د مورنۍ ژبې په نامه یادېږي، ځکه پلار هېڅکله د خبرو کولو فرصت نه شي پیدا کولای.
ژباړه: عطا محمد میاخیل



حقیقتونه معلوماتي
t