د هلمند طبعي سرچينو او مواصلاتي لارو په اړه د مرکز ژمنه

د هلمند طبعي سرچينو او مواصلاتي لارو په اړه د مرکز ژمنه

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان د سکتوري ادارو په ملتيا کابل ته د سفر په ترڅ کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت الله مومند سره وکتل؛ پدې لیدنه کې دواړو لوريو د طبیعي سرچینو د ساتنې او د قاچاق د مخنوي په موخه د ډيورند فرضي کرښې په امتداد، مواصلاتي لارو او د کانونو د موقعیتونو په اړه تفصیلي بحث درلود.

هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وویل، کوم سیمو کې چې کاني سرچینې دي د وزارت له لورې مونږ ته مشخصه شي؛ او مونږ د هغې سيمو د خوندیتوب لپاره مواصلاتي لارې کنترول کړو او په هغه سیمو کې چې منابع دي نظارت ته زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه چې پدې ورستیو کې د هلمند ولایت په ځينو ولسوالیو کې دغیرې قانوني کیندنو او قاچاق موارد مطرح دي په اړه به یي د هلمند ولایت چارواکي جدي تصامیم نیسي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي مومند وویل “دصنایع استخراجي سکسټور لپاره زمونږ هدف ډير واضحه ده؛ مونږ غواړو چې ددې سکټور نه دګټې اخیستنې لپاره چټک اقدامات وشي؛ په هغه برخو کې چې ستونزې دي دحل لپاره يي مکانیزونه واضحه شي او هڅه کوو چې په هلمند ولایت کې هغه اعلان شوي پروژې چې اوسمهال د تګلارې په اساس يي کارونه پرمخ راون دي منطقي انجام ته ورسیږي”.

مونږ په ساختماني موادو برخه کې هڅه کوو ترڅو قانوني قراردادونه ډير کړو ترڅو د دولت عواید لوړ شي او زمونږ خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

دغونډې ګډونوالو ته د افغانستان دصنایع استخراجي سکټور تګلاره، د قوانینو برخه کې د پرمختګونو او همدرانګه دافغانستان صنایع استخراجي سکټور د ساتنې برخه کې په ولسي مشارکت او په ګډ او مشترک کار خبرې وشوي.

د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت پدې ورستیو کې د کانونو د ساتنې لپاره یو مشخصه مکانیزم باندې کار پیل کړئ ترڅو د غیرې قانوني کیندنو او قاچاق مخنوئ وشي او قانوني قراردادونه ترویج شي.




t