له نورو څخه دا تمې مه کوئ

له نورو څخه دا تمې مه کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

 له نورو څخه تمه لرل د دې سبب کېږي، چې تل مشخصې پایلې وغواړی، له دې امله د نویو فرصتونو لپاره ډېر کم وخت پاتې کېږي.

که تل له نورو څخه تمه ولری، نو طبیعي ده چې په پرله پسې توګه له ناهیلۍ سره لاس و ګرېوان یاست، ځکه ډېر کم داسې پېښېږي، چې دا تمې مو پوره شي. موږ ټول پوهېږو چې نه شو کولای د ژوند ټولې چارې کنټرول کړو او دا تمه ولرو چې ټول زموږ له غوښتنې سره سم چلند وکړي.

 په پام کې ولرئ، څه به پېښ شي، که زده کړی چې له نورو څخه تمه ونه لرو او په ژوند کې به مو کوم مثبت او په زړه پورې بدلونونه رامنځته شي. له نورو دا تمه مه کوئ چې تاسو ته ویاړ او اعتبار درکړي ستاسو ارزښت او اعتبار ستاسو په دننه کې دی، نور انسانان خپل ژوند لري او په خپله ډېر مسوولیتونه او اړتیاوې لري، ستاسو په څېر بوختیاوې لري، ستاسو شاوخوا خلک پر دې مکلف نه دي، چې ستاسو ارزښت او اعتبار تایید کړي.

هغه څه چې وایي او هغه کار چې تر سره کوي یې، یوازې د خپلو نظریاتو انعکاس یې دی او نباید د هغوی او د خپلو غوښتنو ترمنځ تېروتنه وکړئ، تاسو هم په خپلو چلندونو او کړنو سره خپل ځان ته اعتبار ورکړئ او دې په تمه مه پاتې کېږئ، چې نور د خپلو غوښتنو پر بنسټ تاسو ته امتیاز او ارزښت درکړي.

 له نورو دا تمه مه کوئ چې هغوی تاسې وهڅوي او ومو ستایي ښایي تاسو وستایل شی او یاهم ونه ستایل شی، نه شی کولای چې خپل ځان د نورو له هڅونو سره وتړی، که کوم ښه کار تر سره کړی او د نورو له خوا ستایلو ته په تمه پاتې شی، نو خپل ځان به له ناهیلۍ سره مخ کړی، نو د نورو له خوا د خپل ځان د ستایلو او هڅولو لپاره کوم کار مه تر سره کوئ؛ بلکې یوازې د خپل زړه د غوښتنې پر بنسټ کار وکړئ، څو ښه احساس ولری او له ځور او کړاو سره مخ نه شی.

 کوم کار چې ستاسو له غوښتنې او باور سره همغږی وي، نو تاسو به خوشاله او راضي کړي، حتی که یو کس هم تاسو ونه ستایي، په خپله د خپل ځان هڅوونکي واوسئ، کله چې کوم ګام په سمه توګه پورته کوی، نو له خپلې مخې څخه خنډونه لرې کوی یا پر نورو باندې مهرباني کوی، خپل ځان په خپله وهڅوئ او ویې ستایئ.

 مهمه نه ده چې نور څه څیزونه ویني او ورته پام کوي، هغه څه چې ډېر زیات ارزښت لري، دا دي چې تاسو د خپل ځان په اړه څه فکر کوی، له خپل ځان سره هوکړه وکړئ چې له خپل ځان سره مثبتې خبرې اترې ولری او له دې لارې خپل ځان ته اعتبار ورکړئ. له نورو دا تمه مه کوئ چې هغوی تاسو ته انګېزه درکړي هېڅوک نه شي کولای چې ستاسو په څېر، تاسو ته انګېزه درکړي.

د بېلګې په توګه، یو دوست مو کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، کله چې بې حوصلې او ناهیلي یاست، له خپله ځایه پورته شئ او یو ځل بیا یې پیل کړئ، دا ستونزې او سختۍ نه شي کولای چې د ژوند له خونده مو محروم کړي، دا ستاسو مسوولیت دی چې موخه وټاکئ او هغې ته د رسېدو لپاره، له لوړو او ژورو څخه تېر شی.

 دا تمه هېڅ وخت مه کوئ چې یو بل شخص تاسو ته د انګېزې درکولو لپاره خپل وخت او انرژي مصرف کړي، اړتیا نشته چې موخه مو ډېره ستره وي، خو هرڅه چې ده، باید تاسو ته پرمختګ در په برخه کړي او پر ارزښتونو باندې مو یو ارزښت ور زیات کړي.

 که کومه ستره موخه لری، نو هغه پر کوچنیو او د لاسرسي وړ موخو باندې ووېشئ، په یوه ګوښه کې ناستی او د نورو له خوا د انګېزې د تر لاسه کولو لپاره په تمه پاتې کېدل، تاسو به د میدان بایلونکي کړي.

داسې یوه انګېزه په پام کې ونیسئ، چې تاسو له لټۍ او سستۍ څخه بهر کړي او دې ته مو اړ کړي چې د عمل میدان ته ور ودانګی. دا تمه مه کوئ چې نور تاسو درک کړي هېڅوک اړ نه دي چې خپل ځان ستاسو پر ځای مېشت کړي، ستاسو شرایط درک کړي، یا ستاسو خبرو او د زړه خواله ته غوږ ونیسي.

دا مه هېروئ چې د دې ټولو انسانانو ترمنځ، چې د ځمکې پرمخ ژوند کوي، داسې دوه کسان به پیدا نه کړی چې ژوند ته په یوه نظر وګوري او یو شان باورونه ولري، نو دا تمه مه کوئ چې نور پر دې باندې پوه شي، چې ستاسو په ذهن او زړه کې څه تېرېږي. دا سمه ده چې موږ داسې کسان پېژنو، چې له موږ سره ډېر زیات فکري ورته والی لري او موږ درک کوي، خو دا پېښه نباید پر تمې باندې بدله شي.

دا ومنئ چې طبیعي ده، کله کله موږ نه شو کولای چې داسې کوم څوک پیدا کړو، چې موږ درک کړي او پوه شي. هڅه مه کوئ چې خپل افکار او باورونه پر نورو باندې ومنئ، اجازه ورکړئ چې هغوی خپل ژوند او د فکر بڼه ولري. هېڅکله دا تمه مه کوئ چې نور ستاسو د خوښۍ سبب شي یوازې تاسو یاست چې کولای شی د خپل ژوند فرصتونه پیدا کړی او په خپلو اړیکو کې د سمو او مثبتو انسانانو پر لور جذب شی.

که مو کوم دوست یا ملګري تل له هغو څیزونو او نیمګړتیاوو څخه شکایت کاوه چې نه یې لري او ستاسو حالت خرابوي، دا تاسو یاست چې کولای شی له هغه سره کمې اړیکې ولری. نړۍ له داسې انسانانو څخه ډکه ده، چې تل شکایتونه کوي، دا تاسو یاست چې باید تصمیم ونیسئ، له منفي کسانو سره ډېر وخت تېر کړی او یا هم له خوشبینو کسانو سره. د فکر بڼه مو په خپل لاس کې ده او هېڅوک نه شي کولای، دې ته مو اړ کړي چې ښېګڼې ووینی یا بد ګړې.

 له نورو د خوشاله او راضي کېدو تمه مه کوئ که هڅه وکړی چې د داسې یو کس په لټه کې واوسی، چې تاسو ته له ژوند څخه خوښي او رضایت در په برخه کړي، نو پر دې باندې پوه شی چې هڅه مو بې ګټې ده، هېڅ دا تمه مه کوئ چې یو بل کس دې ستاسو د خوښې پر ټولو معیارونو باندې برابر وي او له ژونده دې ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ سبب شي. دا تاسو یاست چې له خپل ژوند څخه د خوښۍ او رضایت اسباب برابروی. دا چې بریالي شوی، د نورو له تمې څخه لاس واخلئ، دې ته مو پام کېږي چې په سمه توګه له نورو سره د اړیکې ټینګښت څومره آسانه او خوندور دی او یوه دوه اړخیزه اړیکه چې د تمې پر بنسټ نه وي ولاړه، څنګه کولای شي چې راضي مو کړي.

 لومړی خپله ستونزه له خپل ځان سره مشخصه کړئ او وګورئ چې کومې وړتیاوې، کومې بوختیاوې او کوم تخنیکونه تاسو له خپل ژوند څخه راضي کوي. له دې وروسته له نورو سره له کومې تمې پرته د اړیکې د ټینګښت په لټه کې شئ.

 دا تمه له یاده وباسئ چې نور تاسو ته خوند در په برخه کړي نور به په بشپړ، موقتي او لنډ ډول کولای شي ستاسو په خوښۍ او خوشالۍ کې رول ولري. هېڅوک نه شي کولای چې تاسو دې ته اړ کړي، چې خوشاله واوسی او وخاندی؛ مګر هغه وخت کولای شی کله چې خپله وغواړی.

خوند هغه څه دی، چې ستاسو له دننه څخه سر چینه اخلي، په ژوند کې واړه او غټ څیزونه شته، یوازې باید خپلې سترګې پرانیزئ او په ښه توګه یې ووینئ. که تل دې ته په تمه پاتې شی چې کوم څوک پیدا شي او تاسو ته خوند او خوشالي درکړي، نو ستړي او نا هیلي به شی، ځکه هر انسان د خپلې خوشالۍ مسوول دی.

هغه کسان چې دې ته په تمه دي، چې نور یې د خوښۍ او خوشالۍ سبب شي، معمولاً سخت ګیر دي او د خوشاله کېدو لپاره د لویو لاملونو په لټه کې دي، دا ځکه چې دوی په خپله دې سترو موخو ته په رسېدو کې ناکام دي، نو له همدې امله نورو ته په تمه دي.

 له نورو د حللارې په نښه کولو تمه مه کوئ موږ ټول ستونزې لرو، نور کولای شي چې له موږ سره مرسته وکړي، څو په آسانه توګه بالقوه د حل لارو ته ورسېږو، خو دا د نورو دنده نه ده چې زموږ ستونزې حل کړي.

که ستاسو د ژوند په دننه کې ستونزې وي، نو دا په تاسو پورې تړاو لري او له تاسو پرته هېڅوک یې باید د حل کولو په لټه کې ونه اوسي. دا سمه ده چې ځینې وخت له نورو څخه مرسته او نظر وغواړو، خو له خپل ځان سره رښتیني واوسئ؛ څو ځله له دې سره مخامخ شوي یاست، د حل هغه لاره چې یو بل کس تاسو ته وړاندیز کړې ده، پرته له کومې خبرې مو عملي کړې ده؟

یوازې هغه کسان چې خوښېږي یې کمزوري او قرباني ښکاره شي او د نورو پام ور واړوي او پرې رحم وشي، په دې تمه دي چې نورو یې وژغوري. هغه کس چې نورمال او پیاوړی دی، پر دې باندې پوهېږي چې د ژغورنې لار یې له خپل ځان سره ده او نور یوازې د لارښوونې او مشورې په برید کې کولای شي، چې ورسره مرسته وکړي.

 له نورو د خپل فکر لوستو تمه مه کوئ زموږ په شاوخوا کې داسې کسان شته، چې زموږ په کوچنۍ اشارې سره زموږ پر حالت، وضعیت او هغه څه چې په خپل سر کې یې لرو، پوهېږي؛ خو ډېری هغه کسان چې له هغوی سره سرو کار لرو، واقعاً نه شي کولای چې زموږ ذهن ولولي. ښایي تاسو د نورو پر نسبت ډېر حساس وی او د هغوی د حالاتو او چلندونو له مخې پر کوم څه باندې پوه شی، خو نباید دا تمه له نورو څخه ولری چې هغوی درته اغېزمنه اړیکه، د درک کیلۍ او د واټنونو را کمول جوړ تیار په لاس درکړي.

 پر ځای د دې چې تمه ولری، پوه شي چې څه احساس لری، خپل احساس پر خپله خوله راوړی او خبرې وکړئ. دا تمه مه لرئ چې نور له تاسو سره هغه ډول چلند وکړي، لکه څنګه چې تاسو یې له هغوی سره کوی.

هرومرو به مو دا اورېدلي وي چې وایي، له نورو سره هغه ډول چلند وکړئ څنګه چې مو له ځان سره د هغه کول خوښېږي. په ډاډ سره ویلی شم چې تصور کوی، ټول باید د همدې سپارښتنې پر بنسټ مخته لاړ شي، خو واقعاً دا ډول نه دي، ټول خلک پر دې سپارښتنه باندې عمل نه کوي.

 ډېری وخت باید دا حقیقت ومنی چې ډېری کسان له موږ سره ښه چلند نه کوي او له موږ سره مناسبه اړیکه نه ټینګوي، په دې وخت کې غوره ده چې تاسو خپل ځان د دې افرادو پر ځای فرض کړئ او د هغوی د لید له زاویې څخه پېښې ته وګورئ او د همغږۍ او درک په احساس سره غبرګون ښکاره کړئ.

 دا د اندېښنې او ځور پر وړاندې له خپل ځان څخه د ساتنې تر ټولو غوره لاره ده، چې له تاسو سره مرسته کوي، که کوم چا له تاسو سره بد چلند وکړ، ډېر کم خپه او اندېښمن شئ. له هېچا څخه دا تمه مه کوئ، چې هغوی دې پر یوه حال پاتې شي پرته له شکه، د وخت په تېرېدو سره په انسانانو کې بدلون راځي او تاسو خپله هم د هغوی یوه برخه یاست.

دا بدلونونه ډېری وخت د ژوند پر شرایطو او دغه راز په هغو تجربو پورې تړاو لري، چې تر شا یې پرېږدو.

 ډېری کسان په ژوند کې له ډېرو ننګونو سره مخ دي او هېڅوک نه شي کولای تر هغې پورې یې درک کړي، څو چې د هغوی پر ځای نه وي مېشت شوي. نو پر ځای د دې چې پر دې انسانانو باندې قضاوت وکړی، درک یې کړی او سخت ګیري پرې وکړی؛ ښه ده چې له حالاتو او د هغوی د عمر له کچې او چاپېریال سره سمه له هغه د درک ګیله ولری. که واقعاً ورسره مینه لری او په هر ډول شرایطو کې خپله مینه له هغوی څخه قربانوی، نو هغوی تر پوښتنې لاندې مه راولئ.




t