کتاب پېژندنه؛ د مخ پر ودې هېوادونو سیاست

کتاب پېژندنه؛ د مخ پر ودې هېوادونو سیاست

 د مخ پر ودې هېوادونو سیاست له څلورو برخو تشکیل شوی دی، لومړۍ برخه یې تحلیلي لیدلوری او نړیوال شرایط او دغه راز د زمینو په اړه بحث کوي.

له همدې کبله د کتاب په سر کې ځای پر ځای شوې ده. د دې برخې موخه دا ده چې تاسې ته د عمومي نطري لیدلوریو لپاره یوه سریزه وړاندې کړي.

دا لیدلوري د مخ پر ودې نړۍ د سیاست پېژندنې لپاره بدیلې لارې وړاندې کوي. دغه لیدلوری د واقعیت د ساده کولو تر څنګ، موږ ته د دې شونتیا برابروي چې د معلوماتو پراخه ټولګه تنظیم کړو، نو له همدې کبله زموږ د مطالعاتو د تګلوري په پیدا کولو کې ډېر ګټور دی.

همدارنګه دغه لیدلوري داسې عدسیه یا عدسیې زموږ په واک کې راکوي، چې پر مټ یې کولای شو تجربې او اطلاعات تفسیر کړو. بالاخره بایو ووایو چې د نظر ورکړه یوازې د پدیدو د روښانه کولو لپاره نه ده، بلکې دا کار د اټکل لپاره یوه پیلامه ده.

د پدیدو د اټکل لپاره د ټولنیزو علومو ادعاوې ډېرې د پام وړ او ډاډمنې نه دي او همدا حکم د سیاست د علم په اړه هم مطرح کولای شو.

له دې ټولو سره سره دغه کتاب د دې په لټه کې دی، چې د مخ پر ودې نړۍ هېوادونو موجوده وضعیت، د هغو تېرو تجربو ته په کتو و ارزوي او هغه عمده سیاسي ابهامات وپېژني، چې په راتلونکي کې ورسره مخ دي. دغه کتاب نړیوالې فضا او زمینې ته ځانګړی پام کوي.

نن ورځ دغه باور چې انسانان د بل هر وخت په پرتله له یو بل سر ډېرې او ژورې اړیکې لري، پر یو مهم واقعیت بدل شوی دی. خو پام مو وي چې دا اړیکې د انسانانو د نږدېوالي په مانا نه دي.

د کتاب په بېلابېلو څپرکو مختلف لیدلوري وړاندې شوي دي، له دغو لیدلوریو هر یو یې کولای شي په مناسبو شرایطو کې معقول او ارزښتناک څه وړاندې کړي.

د دې ترڅنګ چې د دغو لیدلوریو کارونه به د بېلابېلو هېوادونو د شرایطو د درک لپاره په مختلفو تاریخي دورو کې ګټور وي، لوستونکي باید په دې اړه خپل قضاوت هم ولري، چې د دې نظریاتو له ډلې کوم یو یې د مشخصو مسایلو او مشکلاتو د پېژندنې لپاره ډېر ښه پوهای وړاندې کوي او یا دا چې د هغوی له ډلې کوم یو یې د مخ پر ودې نړۍ هېوادونو د سیاست د ټولیزو شرایطو په پېژندنه کې ګټور دی.

 د کتاب دویمه او درېیمه برخه د مخ پر ودې هېوادونو په دننه کې د عمده ټولنیزو فکټورونو په اړه د دولت بدلېدونکي شرایط، رول او ذات تشریح کړي.

دا دوې برخې په واقعیت کې د یو بلې هېندارې دي. دواړې برخې دا څېړي چې سیاست څه ډول له تولیزو شرایطو او اړخونو اغېزمنېږي او څه ډول پر هغوی اغېز ښیندي. د کتاب څلورمه برخه عمده عملي مسئلې څېړي، چې لږ تر لږه ټول مخ پر ودې هېوادونه له هغوی سره مخ دي.

په ټولیز ډول دا مسایل یوازې د مخ پر ودې نړۍ له هېوادونو سره تړاو نه لري؛ مګر کولای شو ووایو چې په یاده نړۍ کې ځانګړی انعکاس لري.

دا مسایل د ودې په تړاو د خبرو اترو په یوه لویه حوزه کې ځای خپلوي. په دې توګه د کتاب یاده برخه مشخصوي چې دغو مسایلو ولې او څرنګه ښکاره سیاسي ذات پيدا کړی دی.

 یاد کتاب پیټر برنل او ویکي رنډال لیکلی، پښتو ژباړه یې احسان الله ځيرک کړې، چې همدا پښتو بڼه یې په ۳۸۴ مخونو کې راټوله شوې ده. مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.




t