ایا ډېر خواږه هم بډوډو ته زیان رسوي؟

ایا ډېر خواږه هم بډوډو ته زیان رسوي؟

 ټولو ته جوته ده چې سیګرېټ څکول زړه، سږو او په ټوله کې د انسان روغتیا ته زیان رسوي، خو ایا پر دې هم پوهېدی چې بډوډو ته هم زیان رسوي؟

هغه کسان چې سيګرېټ څکوي، د ادرار له لارې یې په زیاته کچه پروټین له بدن څخه خارجېږي چې دغه څه بيا په خپل وار سره بډوډو ته زيان رسوي.

خواږه د چاغوالي اصلي لامل دي چې د وینې فشار لوړوي او د شکرې ناروغۍ لامل هم کېږي. د وینې لوړ فشار او د شکرې ناروغي بیا د بډوډو ناروغۍ ته په اسانۍ سره لار هواروي. پر دې سربېره، اوس ځینې داسې خواړه او څښاک جوړ شوي چې خوند يې ډېر خوږ نه دی، خو د خوږو کچه پکې دومره لوړه وي چې تصور يې نه کېږي.

د دې خوړو او څښاک کارول هم پر بډوډو ناوړه اغېز کوي، ځکه ډېر خواږه د وینې لوړ فشار او د بډوډو ناروغۍ ته لاره هواروي.

نو د تیارو شویو خوړو له خوړلو مخکې د هغوی لومړني مواد هرو مرو وګورئ، که یې خواږه له کچې زیات وي، له خوړلو یې ډډه وکړئ.

حميدالله حميدي




t