ګاونډي ته / شفيقه خپلواک

ګاونډي ته / شفيقه خپلواک

‎ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! ستا هم زړه کله خوږېږي؟

‎ته پوهېږې تپېدل د ارواح څه وي؟

‎ته پوهېږې چې نه ځې نه پاتې کېږې؟

‎څومره سخته وي، دوه لارو کې دې زړه وي؟

‎ته خبر یې؟ ځواب نه وي بده نه ده

بوږنونکې ده چې هېڅ پوښتنه نه وي

ته پوهېږې؟ زهرجن دید وژل نه کا

مرګ هغه چې یې کاته په لوري نه وي

ته هم کله لالهاند ځان پسې ګرځې؟

تانه هم د احساساتو تعریف ورک وي؟

ته هم کله د یو چا موسکا پسې مړ یې؟

د عشق تله کې ستا زړه هم کله سپک وي؟

ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! ستا هم داسې هیلې شته چې

بس یوازې د ګلاب پر مخ وي پرخه

د لمر وړانګې یې یوه نظر کې واخلي

وروسته پاتې یې د ژوند له روان چرخه؟

ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! ستا لمن هم ازغو پرې ده؟

او له ستونې نه دې تاو ده سپېره، ترخه؟

پسته لپه کې دې سره ګلان غوړېږي؟

او که زما غوندې ‌‌‌‌‌‌ډبرې دې په برخه؟

ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! برخلیک دې درمالوم دی؟

کنه زما غوندې غبار یې بړبوکۍ یې؟

ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! هو‌‌‌‌‌‌ډ دې پور دی له ‌‌‌‌‌‌دې غرونو؟

کنه رګ یې، جلا شوی له مرۍ یې؟

ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! له ما یو کور لیرې اوسې

خو زه نه پوهېږم ستا سترګو کې څه دي؟

زما خو سترګو کې ازغي راټوکېدلي

چې یې تاته هیله‌، تاته یې کاته دي

ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! په خوبونو دې باور شته؟

ته هم وایې چې له زړه نه زړه ته لار وي؟

نو بیا ولې زه تنها په کوڅه درومم؟

ستړې سترګې به تر کومه انتظار وي؟

ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! ته پوهېږې مینه څه ده؟

ته خبر یې چې له ځانه څوک ورکېږي؟

ته خبر یې ځینې، هر څه، هر څه، هر څه

لېوني شي، عواطف نه تعرفېږي؟

ګاون‌‌‌‌‌‌ډیه! ستا هم زړه کله خوږېږي؟

ته پوهېږې تپېدل د ارواح څه وي؟

ته پوهېږې چې نه ځې نه پاتې کېږې؟

څومره سخته وي، دوه لارو کې دې زړه وي؟




t