پکتیا کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

پکتیا کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

تېره ورځ د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.

د رسنيو د مالوماتو له مخې، یاد ماشوم د یوه صراف زوی دی او د خلاصون په بدله کې یې د غټو پیسو غوښتنه ترې کړې وه؛ چې د پولیسو لخوا د مرکز ګردېز په باغکۍ سیمه کې ژغورل شوی دی.

پولیسو تښتول شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته یې سپارلی او د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.




t