توره او هنر / پوهاند محمد اسماعيل يون

توره او هنر / پوهاند محمد اسماعيل يون

په دې ورځو کې د هندي سینما له لوري د پاني پت پر درېیم جنګ د جوړ شوي فلم کیسه ډېره ګرمه ده.

دې فلم لا وار دمخه یو شمېر افغانان اندېښمن کړي هم دي.د اندېښنې خبره ځکه ده چې افغانانو توره او هنر یا هم جنګ او فرهنګ په موازي ډول پرمخ نه دي وړي.؛

هنر او قلم مو تل تر تورې شاته پاتې دي.د پښتنو دتاریخ کومه تته رڼا چې راپاتې هغې کې هم د پردیو لیکوالو تله درنه ده.

همدا خپله احمدشاه بابا به د بېلګې په توګه یاد کړو.د بابا په باب تر ټولو مهم او تلحليلي اثر په خټه یو سک هندو ( ډاکتر ګنډاسنګ) لیکلی دی.ګل محمد مرغزي په مثنوي فورم کې احمدشاهي شاهنامه لیکلې چې تاریخې لیکنې ته یو څه خام مواد برابرولی شي.

په ټولیز ډول پښتنو لیکوالو د بابا د اتلولۍ حق نه دی ادا کړی.نن څخه لس کاله وړاندې پاني پت ته په دې خاطر لاړم چې د بابا د معرکې ډګر په خپلو سترګو وګورم، خو مخکې تر دې چې د پاني پت د درېیم جنګ ډګر ته لاړ شم دپاني پت د یو بل جنګ د ماتې خوړلي اتل ( ابراهیم لودي) مزار ته لاړم.

ابراهیم لودي د بابر له لاسه ماتې وخوړله او هغه هم د خپلو پښتنو د تنګنظرۍ او سادګۍ له امله چې د خپل مشر پر وړاندې یې د بابر پټ او ښکاره ملاتړ کړی و.

د ابراهیم لودي د مېړانې د یادولو لپاره څو سوه کاله وروسته یو انګرېز د هغه د اتلولۍ مجسمه جوړه کړه او د هغه قبر ته څېرمه یې ودروله ،خو پښتنو لا هم د ابراهیم لودي په باب تر دې دمه تفصیلي اثار و نه لیکل.

د ابراهیم لودي مزار کې هغه ته تر دعا وروسته د پاني ډګر ته لاړم. هلته د ام د هغې ونې تر سیوري لاندې ودرېدلم چې د هغې پخوانۍ ام ونې پر ځای ایښودل شوې او را لویه شوې وه او بابا تر همدې ونې لاندې ولاړ و او د جنګ قومنده یې ورکوله.

دلته په دې ځای کې د پاني پت د جنګ د دواړو لوریو جنګي تابلوګانې نصب شوي ، خو غالب او مغلوب لوری په کې نه ښکاري ، پر تابلوګانو سربېره د درې څلور مترو په اندازه یو څلی هم ولاړ دی ،پر څلي لیکل شوي چې دا د مرهټه وو او احمدشاه ابدالي تر منځ د پاني پت د درېیم جنګ ډګر دی.نور دا نه دي لیکل شوي چې دلته بریمن څوک دی او مغلوب څوک دی.

هندوانو د زغم کلتور او تاریخي واقعیتونه دواړه مراعت کړي دي . استاد خالق رشید ماته ددې جنګ اګثره برخې بیان کړې او ما بیا له نورو اثارو څخه هم ګټه پورته کړه او د پاني پت د درېیم جنګ کیسه مې په نسبي ډول په تفصیل سره په خپل یونلیک کې بیان کړه.

د یونلیک نوم مې هم د بابا د شعر د یو نیم بیتي نیمه برخه ( د ډیلي تخت هېرومه) شو.دا اثر چاپ شو ، نو که ځوان نسل غواړي د پاني پت یا د عزت په دې جنګ کې د بابا له اتلولۍ یو څه نا څه خبر شي ، نو دا او نور اثار دې ولولي.

دا جنګ د نړۍ له داسې لویو جنګونو څخه و چې د قواو انډول په کې برابر نه و. د مرهټه وو د پوځیانو شمېر د افغانانو تر لښکرو نږدې اوه ځله زیات و ، خو د بابا عقیده یي قوت،پوځي تدبیر ،زړورتیا او دښمن ته بښنه او زغم ددې سبب شول چې د بابا په مشرۍ افغانان د شیواجي په مشرۍ د مرهټه وو لښکر ته ماتې ورکړي.

اوس سوال دلته دی هغه جنګ او ویاړ چې موږ نږدې دوه نیم سوه کاله وړاندې د تورې په زور ګټلی و ،دوه نیم سوه کال وروسته یې د هنر په زور ساتلای شو که نه ؟ په خواشینۍ سره چې ځواب یې( نه) دی.

ځکه چې موږ اوس هنر نه لرو ، موږ لا اوس هم هنر ته د تکفیر په سترګه ګورو،لیکوال او هنرمند ته ارزښت نه ورکوو،سینما خو د کفر معدل ګڼو، تلوېزیون مو په زنځیر تړلی و ،نو خود به اوس پردي په خپل هنر زموږ خپله توره بېرته زموږ پر ضد کاروي.

که د پاني پت د فلم ډایرکتر هر څومره هم په دې فلم کې له تاریخي انصاف څخه کار اخیستی وي بیا به هم د خپلې ټولنې د عامه افکارو او خپلو شخصي او ملي ګټو تر اغېز لاندې راغلی وی.اوس نو موږ پر یوه شکایتي قوم بدل شوي یو ، ددې پر ځای چې خپله کار وکړو له هر چا شکایت کوو. مسله په شکایت نه حلېږي.

هندوانو توره بایلوده ، خو هنر یې باینلود نن د هنر په زور پردۍ تورې په خپل نامه تماموي. موږ توره و ګټله ، خو هنر مو خپل نه کړ ،نن توره هم لاړه او هنر هم ، لوی خان خوشال خان خټک نږدې څلور سوه کاله وړاندې د پښتنو د تورې طالعې ته متوجه شوی او د هغې پر ځای یې د هنر انتخاب غوره بللی و:

که طالع او هنر دواړه راته کېږدئ

زه خوشال به په کې ونیسم هنر

نو راشئ شکایت مه کوئ د خپل یو بابا توره د خپل بل بابا د هنر په زور خوندي کړئ.




t