کیسه داسې وه چې !!

کیسه داسې وه چې !!

ابوجهل یوه ورځ د حضرت محمد (ص) خوا ته هغه وخت ورغی چې نبي (ع) د صفا غونډۍ سره ناست وو

پیغمبر (ص) یې ډیر سخت وځوروۍ او ټیل را ټیل یې واهه خو نبي علیه السلام هر څه وزغمل هیڅ ځواب یې ورنکړ بیا یې پرسر مبارک په ډبره وواهه ، او ډیر سخت یې زخمی کړ حتی سرې وینې ځینی روانې سوې،

بیا ابوجهل د قریشو غونډې ته چې د کعبې تر څنګ وه ورغی.

د عبد الله بن جدعان یوې مینځې چې د صفا غونډۍ د پاسه له خپل کور څخه دا ژړونکې صحنه لیدلې وه ډیره خوابدې وه

کله چې د نبی علیه السلام اکا حضرت حمزه (رض) له ښکار څخه راغی او د ښکار لیندئ یې هم په لاس کې وه ، نو دغی مینځې ورته د ابوجهل د ظلم او تیري او د نبی علیه السلام د مظلومیت کیسه وکړه ،

حمزه (رض) چې د قریشو تر ټولو زړور پیاوړي او قوي ځوان وو ، دا وخت یې لا اسلام نه وه قبول کړی ، خو د خپل وراره په وهلو او زخمی کیدلو ډیر سخت خفه او په قهر سو او ملا یې وتړله چې همدا اوس ورځم او په ابو جهل برید کوم ،

هماغه وو چې منډه یې واخیسته او هلته لاړ د ابوجهل د سر د پاسه ودرید او ورته یې وویل : اي ډارنه هغه ته یې چې زما وراره دې وهلی او هغه ته هروخت بد رد وایې له دې خبر نه یې چې ما یې دین منلی دی؟

بیا یې پرې د لیندۍ وار وکړ ابوجهل یی ډیر سخت زخمی کړ او د خپل ګران وراره انتقام یی ترې واخیست

دلته د بنې مخزوم ځینو ځوانانو غږ کړ چې هلۍ ابوجهل یې وواهه ملاتړ یی وکړی
او د بني هاشمو ځینو ځوانانو غږ کړ چې هلۍ د حمزة رض ملاتړ وکړۍ

همدا زور او ځوږ وو چې ابوجهل وویل ابوعماره پریږدئ پروا یې نشته ځکه ما یې وراره ډیر سخت وهلی او کښنځلی وو زه ملامت یم.

د حضرت حمزة رضي الله عنه د اسلام منلو دعوه لومړي ځل له دې کبله وه چې د خپل وراره سپکاوۍ یې ونشو زغملاي ،

خو بیا یې الله جل جلاله سینه پراخه کړه او د اسلام په کړئ یې منګولې ښخې کړلی او مسلمانان پرې خورا زیات پیاوړي شول (رضی الله عنهم ورضوعنه)

سيد رفيع الله قلم

(د انبیاؤ کیسې)




t