زه د نشه اريوب شاعره / بلنډۍ بدرۍ

زه د نشه اريوب شاعره / بلنډۍ بدرۍ

زه د شنه اريوب شاعره

زما خيال دی تراسمانه

له اريوب تر پيښوره

شاعري مې کړه ودانه

زه اوسيږم په چينو کې

زړه مې روڼ لکه اوبه دی

په نښترو پوښل شويو

سر درو کې مې کاله دی

زړغونځيو او د لمنځو

په شڼا کې کې اوده کيږم

د چينو د چړ شړا کې

هر سهر وختي ويښيږم

په ګودر کې د بنګړيو

شور مې ګډ دی په طبيعت کې

په وادونو کې تالونه

د چمبو مې په عادت کې

راټول کړی مې د مور او

د انا له حيا کيف دی

په رګ رګ کې مې شيندلی

سادګۍ د ادا کيف دی

او په وينو کې مې نقشه

د شهيد ژڼي جزبه ده

زمزمه د يو ملنګ مې

اوريدلې هره شپه ده

د اتڼ د مستۍ سور مې

ارادو کې دی اوبدلی

د سيتار د زګيرو شور مې

خاموشۍ سره پئيلی

زه د بنګو لو کې لويه

هر يو توری مې خمار دی

زه د شنه اريوب شاعره

زما خيال آن تراسمانه

تر هر ستوري لاره تيره

د خپل ژوند په بيه ځوانه

زه به خود وم له تا زياته

ښاپيريو باندې ګرانه

مليکه د زمانې هم

پرما ډيره مهربانه ……




t