ګوویندا او انیل کپور د (دیوانه مستانه) فلم دوهمه برخه جوړوي

ګوویندا او انیل کپور د (دیوانه مستانه) فلم دوهمه برخه جوړوي

د هندي سېنما دوه نوموتي او تکړه ستوري انيل کپوراو ګوويندا چي تل يي د بالیووډ سېنما د مینه والو پر خولو خندا راوستلی ده، یو ځل بیا د خپل کامیاب فلم (دیوانه مستانه) دوهمه برخه جوړوي. د ګوویندا او انیل کپور د یاد فلم لومړی برخه پوره ۲۲ کاله مخکي پر سېنماګانو باندي خپره سوې وه. چي هغه د مینه والو ډېر خوښ سو او کامیابه هم سو.

د ګوویندا او انیل کپور(ديوانه مستانه) کومیډي فلم په ۱۹۹۷ م کال کي یعني ۲۲ کاله مخکي نندارې ته وړاندې سو، په یاد فلم کي د انيل کپوراو ګوويندا تر څنګ د بالیووډ ښکلې ستورې جوهي چاوله هم کار کړی و. د یاد ستورو دغه فلم چي خلکوهم ډېر خوښ کړي و، اوس تازه انيل کپور او ګوويندا د دغه فلم د بلې برخې جوړولو اعلان کړی دی.

نوموتی ستوری انيل کپور د ګوویندا سره د جان ابراهيم په (نچ بليی په ۹م سيزن) کي سره وليدل. د دغه ليدنې پر مهال نوموړی وويل، چي ما او ګوويندا ډېر وخت وروسته سره وليدل، نو په دې موقع غواړم، چي يو ځانګړی اعلان وکړم او هغه دا چي موږ په ګډه د (ديوانه مستانه ۲) فلم جوړو.

د ګوویندا او انیل کپور د دیوانه مستانه فلم لومړی برخه ۲۲ کاله مخکي جوړه سوې ده.

یادو دوو ستورو په لومړی ځل په (اوارګي) فلم کي ګډ کار کړی و، خو هغه کومېډي فلم نه و، له هغه وروسته دواړو بيا د ډيويډ دهون له لوري په رهبری کیدونکی (ديوانه مستانه) فلم کي کار وکړ، چي دا يو کومېډي فلم و او خلکو ډېر خوښ کړ. همدا راز دواړو په وروستي ځل په (سلام عشق) فلم کي کار کړی و چې دغه فلم نيکل اډواني جوړ کړی و.

پاته دي نه وي، چي په (دیوانه مستانه) فلم کي روینا ټندڼ هم راښکاره سوې وه او هغه به د (ديوانه مستانه ۲) برخه هم وي. په دغه فلم کي به جان ابراهيم هم کار وکړي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t