بهانه لټول

بهانه لټول

ژباړه: خالص ادیب

 له یوه ټنبل زده کوونکي څخه یې وپوښتل: ـ” ولې درس نه وایې؟”

 ده ځواب ورکړ: ـ” یو کال ۳۶۵ ورځې دی چې ۵۲ورځې یې جمعې راځي پوهېږې پاتې شوې څو ورځې؟”

 ده وویل: ـ”نه”

ټنبل زده کوونکي زیاته کړه: ـ” پاتې کېږي ۳۱۳ورځې په دې کې ۵۰ورځې د اوړي رخصتۍ لرو چې پاتې کېږي ۲۶۲ ورځې او هره ورځ ۸ساعته خوب کوم اخر خو انسان یم له دې سره غونډې ۱۲۲ورځې شوې هلته پاتې کېږي ۱۴۱ورځې”

پوښتونکوونکي وخندل تنبل زده کوونکي ځان خبرو ته راجوړ کړ: ـ

” هره ورځ یو ساعت ځانته وخت ور کوم او دوه ساعت مې خوراک نیسي، چې پاتې کېږي ۹۶ورځې ریښتیا د ورځې له هلکانو او نجونو سره څلور ساعته چکر وهم دا کېږي ۶۰ورځې هلته پاتې کېږي ۳۶ورځې او یودیرش ورځې رسمي رختي څلور ورځې پاتې شوې نو ته او خدای دا څلور ورځې زه حق نه لرم چې رخصتي وکړم؟”

 سوال کوونکي هېڅ ونه ویل یوه شېبه غلی و وروسته یې له ځانه سره کړل: ـ” واقعاً ټنبل کسان همېشه اسانه او ساده لاره ټاکي.




t