په هلمند کې د ۲۵۰ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي

په هلمند کې د ۲۵۰ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هلمند ولایت له والي تورن جنرال محمد یاسین خان او ورسره د سکتوري ریاستونو له رئیسانو سره د یاد ولایت د ستونزو اوریدو په موخه ولیدل.

د لیدنې په سرکې د هلمند ولایت والي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کارونه ستاینه وکړه او ورپسې يې د یاد ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې چې مهمې هغه يې د کلیوالي سړکونو، کوچنیو بندونو د جوړولو، د ولسي تړون ملي پروګرام نورو ولسوالیو ته د غځولو او اقرآء برنامې په اړه وې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، په هلمند کې د ۲۵۰ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي، ددې ترڅنګ ۶۰۰ پرمختیایي پروژې پلان شوې، د ولسي تړون ملي پروګرام همدا اوس د هلمند ولایت په مرکز لښګره ګاه او دريو ولسواليو نادعلي، ګرمسیر او ناوه کې تطبيقيږي، چې په بل پړاو کې به نورو ولسوالیو ته هم وغځيږي.

 د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې په یاد ولایت کې به ۱۰۶ ښوونځيو ته ودانۍ هم جوړې شي او دې ترڅنګ د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرم د هلمند ولایت په ناوه او لښکرګاه ښآر کې ۲۱۹ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي، چې په کې به ۲۱۹ د پور او سپما اتحادیې او ۲۱۹ تولیدي ګروپونه جوړ شي، چې ۱۷۵۲۰ کسان به ترې ګټه اخلي.




t