د رسنيو د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د رسنيو د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د رسنيو دعالي شورا غونډه پرون د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه .

په دې غونډه کې دټوليزو رسنيو دپاليسۍ دطرحې په باب خبرې وشوې اودشورا غړو ددغې پاليسۍ دلازياتې بډاينې په خاطر خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل .

وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ دټوليزو رسنيو دپاليسۍ دطرحې دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغې پاليسى پربنسټ په رسنيو پورې ټولې اړوندې مسئلې او درسنيو دخپرونو سياست تنظيمېږي .




t