په نړۍ کې د ښوونکي ارزښت

په نړۍ کې د ښوونکي ارزښت

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ ایټالیا: درې ډلې نباید د سور څراغ تر شاه پاتې شي؛ امبولانس، د اطفایې موټر، ښوونکي.

۲ ـــ فرانسه: شتمن خلک د ښوونکو او فرهنګیانو ښار ګوټي ته نږدې کورونه اخلي، ترڅو له هغوی سره په ګاونډيتوب باندې وویاړي.

۳ ـــ سویډن: مشر زوی مې ډاکټر ( روغتیا پال ) دی، خو دویم زوی مې غوره فکر لري، هغه غواړي، چې ښوونکی شي.

۴ ـــ آلمان: مېرمن مېرکل اعتراض کوونکو ډاکټرانو ته په خطاب کې وویل: تاسو هیله مه لرئ، چې ستاسو امتیازات دې له هغو ښوونکو څخه زیات وي، کوم چې تاسو یې روزلي یاستئ.

۵ ـــ انګلستان: دا هلک نابغه دی، هغه د ښوونکي کېدو وړتیا لري.




t