امريکا: پاکستان له القاعده شبکې سره اړيکې لري

امريکا: پاکستان له القاعده شبکې سره اړيکې لري

د امريکا کانګرس ويلي دي، پاکستان له څو لسيزو راهيسې له القاعده شبکې سره فعالې اړيکې لري.

د کانګرس د څېړنيزو خدمتونو ادارې په راپور کې ويل شوي دي، د پاکستان القاعده شبکې سره اړيکې پر افغانستان منفي اغېز کړی دی.

د امريکا د کانګرس د څېړنيزو خدمتونو ادارې د پاکستان او د افغان حکومت ضد وسله والو ډلو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې پاکستان لا هم له حقاني شبکې سره اړیکې پخپل حال ساتلې دي.

د دغې ادارې په راپور کې راغلي چې د پاکستان امنیتي ادارې په افغانستان کې د هند له فعال سیاسي او سوداګریز حضور څخه وېره لري، نو ځکه خو طالبانو ته د هند خلاف عنصر په توګه ګوري.




t