والي: روان کال د ننګرهار د ټولو ادارو عوايد ۹۳۱ميليونه افغانۍ لوړ شوي

والي: روان کال د ننګرهار د ټولو ادارو عوايد ۹۳۱ميليونه افغانۍ لوړ شوي

د ننګرهار والي وايي، د روان مالي کال په تېرو لسو مياشتو کې د دغه ولايت د ټولو دولتي ادارو عوايد ۱۶ ميليارده او ۲۶۳ ميليونه افغانيو ته رسېږي چې د تېر مالي کال په پرتله په کې ۹۳۱ ميليونه افغانۍ زياتوالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره عايداتي ادارو څخه زورواکو او مافيايي کړيو ته د باجګيريو مخنيوی هغه ستر لامل دی چې دې ولايت کې يې د عوايد کچه لوړه کړې ده.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل رسنيو ته وويل، د تیر مالي کال د لسو میاشتو په پرتله که څه هم یوه میاشت د ګمرک په چوکات کې ستونزې وې خو بیا هم د ننګرهار عايدات نږدې یو میلیارد افغانۍ لوړ شوي دي.

نوموړی وايي، که د ګمرک اداره کې دغه ستونزه نه وی رامنځته شوی؛ نو دا کال به د تېر په پرتله عوايد دوه میلیارده افغانۍ زيات وې.

والي زياته کړه، د ۱۳۹۷ مالي په کال په لسو مياشتو کې ۱۵ ميليارده، ۳۳۲ ميليونه، ۷۹۸زره او ۹۷ افغانۍ عايدات راټول شوي و، چې سږني مالي کال کې دا کچه ۱۶ ميليارده، ۲۶۳ ميليونه، ۹۰۰ زره او ۲۸۴ افغانۍ وه.

دی وايي، دغو شمېرو ته په کتو روان مالي کال د ننګرهار د ټولو ادارو په عايداتو کې ۹۳۱ ميليونه، ۱۱۱زره او ۱۸۷ افغانۍ زياتوالی راغلی دی.

دی وايي، د عايداتو د لوړوالي يوازينی علت دا دی چې له عايداتي ادارو څخه زورواکو او مافيايي کړيو ته د باج ورکولو مخه نيول شوې ده.

خو دی وايي، لا هم تر څلوېښت سلنې زيات ملي عوايد نه راټولېږي چې د دې ستونزې د حل لپاره په ميکانيزم او سيسټم رغولو کار ته اړتيا ده.

دی زياتوي:

 (( که مامورین په صداقت او ایماندارې کار وکړي او هغه تخنیکي نیمګړتیاوې لکه د سکینر او تلې جوړول دي، فعال شي نو زمونږ عاید به نور هم زیات شي.
دقیق ارقام نشته خو د هیواد په کچه څلویښت سلنه عاید لا اوس هم په سمه توګه نه راټولیږي))

د ننګرهار والي دا هم وويل، تازه يې هلې ځلې پيل کړي او له ادارو سره يې غونډې شروع کړي چې له کومو لارو عوايد لا زيات کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ګمرک رييس احمد نويد بشريار چې د ادارې عوايد يې تر ټولو زيات دي، وايي، په تورخم دروازه کې د څلرويشت ساعته فعاليت له پيله د دوی عوايد له پخوا څو چنده زيات شوي دي.

دی وايي، اداره يې توانېدلې چې روان مالي کال ۱۴ ميليارده، ۳۶۸ميليونه او ۱۰۸زره افغانۍ راټولې کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۰۵ميليونه او ۸۲۶زره افغانۍ زياتې راټولې کړي.

دی زياتوي:

((زه چې له کومې ورځې راغلی يم، د کارونو د ښه والي لپاره مو وزارت ته څو وړانديزونه کړي دي، يو سيکنر مو غوښتی چې په دې سره به هم زموږ کارونه چټک شي او هم به شافيت رامنځته کړي))

دغه راز د ننګرهار د کانال ادارې رييس پرويز علي وايي، سږکال د دغې ادارې اړوند زياتې ځمکې چې پخوا به ترې وسله والو طالبانو ګټه اخېسته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د دوی لاسته ورغلي چې د دوی عوايد هم ورسره لوړ شوي دي.

دی وايي، عوايد يې له پنځلس ميليونو څخه ۷۰ ميليونو افغانيو ته لوړ شوي چې را روان کال به د يو شمېر نورو باغونو په رغولو دا کچه تر ۱۵۰ ميليونو لوړه کړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي د دولتي ادارو د عوايدو پر لوړوالي خوښ دي او غوښتنه کوي چې لا دې د روڼتيا رامځته کېدو ته پام وشي.

د شورا غړي اسرار الله مراد رسنيو ته وويل، چې په اداراتو کې د رهبرۍ له قوي کېدو وروسته دلته د ادارو په فعاليتونو کې مثبت تغير رامنځته شوی؛ خو د لا ښه والي لپاره يې بايد د مامورينو په کچه د شفافيت رامنځته کېدو او فساد مخنيوي لپاره ګامونه پورته شي.




t