د لوبي د خرابېدو لاملونه

د لوبي د خرابېدو لاملونه

لومړی خراب اوپنينګ، کله چي يو اوپنر اوټ سي بل اوپنر زيمواري اخلي.

په دې هيله راتلونکي لوبي ته د حضرت په ځای ابراهيم ځدراڼ واخيستل سي، جاويد ته يو بل چانس هم پکار دی.

دوهم د رحمت شاه او اکرام ملګرتيا خرابېدل، د لوبي اويا سلنه خرابېدو لامل همدا ملګرتيا ماتېدل وه.

د نجيب خو بدبختي وه، د نبي ګلبدين راشد بې مسؤليته بيټينګ.

لوبه بايد تر وروستي باله وړل سوې وای، دا هدف په يوه ورځنيو لوبو کي هيڅ ندی، بيا هغه وخت چي ستا روزونکی ستا په مقابل کي ولاړ وي، ستا فيلډينګ ورته له الف څخه تر ی پوري معلوم وي.

کيپينګ کي ستونزي وې، افسر کيپينګ ته غوره خو د چا پر ځای لوبوې زه حيران يم، ځکه اکرام نن ځان ثابت کړ.

په فيلډينګ کي د ځينو لوبغاړو سوستي.

سميع سيرت




t