وزير: ۱۳۹۹ کې به د کندهار ته ۳۶۴ نورې پرمختيايي پروژې منظور شي

وزير: ۱۳۹۹ کې به د کندهار ته ۳۶۴ نورې پرمختيايي پروژې منظور شي

د کلیو پراختیا وزیر کندهار والي ته ډاډ ورکړي، چي راتلوونکي ۱۳۹۹ کال کي به رواني ۳۶۴ پرمختیايي پروژې دوه چنده کړي او تعداد به یې ۶۱۳ ته لوړ کړي.

کندهار والي حیات الله حیات کابل ته د سفر پر مهال د چهارشنبې په ورځ د یو شمیر رئیسانو په ملتیا د کلیو، پراختیا او بیارغوني وزیر مجیب الرحمن کریمي سره لیدنه کي لومړي یادونه کړې، چي د ولسي تړون پروژې په نورو ولایتونو کي په ۵ یا ۸ ولسوالیو کي تطبیقیږي په داسي حال کي، چي د کندهار یوازي درې ولسوالۍ تخته پل، بولدک او پنجوایي په یاد پروګرام کي شاملي دي او غوښتنه یې وکړه، چي د ولسی تړون په نوي پروګرام کي دي د یادو دریو ولسوالیو په شمول پنځو نوري ولسوالۍ هم شاملي سي.

کندهار والي د کلیو پراختیا وزیر ته وویل، چي هرات او ننګرهار ولایتونو کي MCCG پروګرامونو ښه نتیجه ورکړي او موږ غواړو، چي د کډوالو ریاست سره په ګډه دي کندهار کي هم د MCCG پروګرام راپیل سي، تر څو بیرته راستنیدونکو ته ځیني پروژې منظور او ورته د کار زمینه مساعده سي.

ښاغلي حیات د کلیو پراختیا وزیر څخه وغوښتل، چي د کندهار ۶ ناامنه ولسوالیو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه په یادو ولسوالیو کي هیڅ پروژه نه ده تطبیق سوې.

کندهار والي همداراز وویل:

«هغه پروژې، چي د ۱۳۹۹ کال په انکشافي پلان کي زموږ لپاره اولیت لري هغه دي راته منظور سي، تر څو انکشاف او خلکو ته د کار پیداکولو زمینه مساعده سوي وي او همداراز یې یادونه وکړه، چي چیک ډمونو کندهار کي ښه نتیجه ورکړي او باید دا سلسله همداسي جاري وساتل سي.»

کندهار والي غوښتنه وکړه، هغه سیمو کي چي د ښوونځیو تعمیرونه جوړول شوني ندي او یا دمګړي تعمیر موجود دي باید د نویو تعمیرونو د ټاکلو صلاحیت ولایتي ادارې ته ورکول سي، تر څو د ضرورت وړ سیمو کي د ښوونځيو تعمیرونه جوړ سي.

ښاغلي حیات همدارنګه د لوی ویالې اوسیدونکي د څښاک اوبو ستونزي ته په اشاره وویل، څه موده مخکي لوی ویالې لپاره د څښاک اوبو شبکې جوړولو پروژه د UNICEF موسسې له لوري ځانګړې سوې وه، چي د څو میاشتو راهیسي یې تدارکاتي چاري پاتي دي او غوښتنه یې وکړه، چي د سیمي د خلکو ستونزه جدي ده او باید د منظوري په موخه یط لازمه همکاري وسي.

«وروسته د کلیو پراختیا او بیارغوني وزیر مجیب الرحمن کریمي کندهار والي سره ژمنه وکړه، چي د ولسي تړون راتلوونکي پروژو کي د کندهار نورو ولسوالیو ته هم غځوي او ډاډ یې ورکړي، چي په کندهار کي رواني ۳۶۴ پرمختیايي پروژې به راتلوونکي ۱۳۹۹ کال کي دوه چنده کړي او تعداد به یې ۶۱۳ ته لوړ کړي.»

ښاغلي کریمي وویل، د MCCG پروګرام پلي کیدو ته پوره لیوالتیا لري او همداراز یې د ۱۳۹۹ کال لپاره د هغه پروژو د منظوریدو ژمنه وکړه، چي انکشافي پلان کي اولیت لري او همداراز یې د چیک ډمونو د ډیریدو ته د ځانګړي توجو یادونه وکړه.

د کلیو پراختیا وزیر زیاته کړه، چي هره ناامنه ولسوالۍ کي چي ځایي اوسیدونکي د کلیو پراختیا ریاست د کارکوونکو او پروژو د څارونکو د امنیت ډاډ راکړي موږ به ورته پروژې پیل کړو او همداراز یې ولایتي ادارې ته صلاحیت ورکړ، چي د ښوونځیو د تعمیرونو د جوړیدو ځاي دي د ضرورت مطابق سیمو کي وټاکي او د ښوونځیو تعمیرونه دي ورباندي جوړ کړي.

ښاغلي مجیب الرحمن کریمي وویل، چي د کندهار دهلې بند پروژې څخه ۵۲ میلیونه ډالره یاد وزارت ته ځانګړي سوي او یاد وزارت به کندهار کي ۱۱۹ لوی ویالې یا کانالونه ورباندي ورغوي، چي په ۲۰۲۰ کال کي به یې کار پیل او تر ۲۰۲۳ کال پوري به یې چاري بشپړي سي، چي په نتیجه کي به یې ۶۵ زره هکټاره نوي زراعتي ځمکه ورسره ایجاد سي او دا به د زراعت په پیاوړتیا کي کندهار ته یو نوي مقام وکټي.




t