يو شمېر ورزشکاران وستايل شول

يو شمېر ورزشکاران وستايل شول

کندهار پيوند مدني ټولنې د افغانستان په کچه د ډیر وزن پورته کولو اتلان کندهار ته له راتګ سره سم وستايل.

په يادو ورزشکارانو کې عطامحمد”همت” د (۱۰۲) کیلو وزن او بشیراحمد د (۹۵) کیلو وزن په پورته کولو د هیواد په کچه لمړی او دوهم مقامونه ګټلي دي.

 د کندهار پیوند مدني ټولني هڅاندو غړو او ځوانانو ددوئ د تشویق او هڅوني په موخه، لمړی د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر ته ورغلل او ورسته یې د دوئ د تشویق او ستایني لپاره ډېر په زړه پوري پروګرام جوړ کړ.




t