د کرنې وزير: د هلمند کرنيز وضعيت به وغوړوو

د کرنې وزير: د هلمند کرنيز وضعيت به وغوړوو

د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په مشرۍ د سکتوري ادارو د رئیسانو په ملتیا د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر محترم نصیراحمد دراني سره ناسته وکړه.

دهلمند ولایت والي د کرنې وزارت لخوا هلمند کې وروستۍ هڅې وستایلې او وې ویل چې هلمند یو زراعتي ولایت دی او روانې چارې د ټول ولایت په کچه کافي او بسنه نه کوي ، باید یو شمېر مهمو او اساسي برخو باندې کار وشي چې وړاندیزونه او طرحې یې ترتیب شوي دي.

هلمند والي د وړاندیز شوو پروژو له جملې څخه په لاندې برخو کې غوښتنې او وړاندیزونه وکړل
– دباغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې څخه یو تخنیکي ټیم باید هلمند ته سفر وکړي او په دې ولایت کې د باغدارۍ ، ابیارۍ ، زراعتي مارکيټ ، دسبزیجاتو ، میوه جاتو او شیدو راټولولو د بسته بندۍ او پروسس مراکزو د جوړولو په برخه کې سروې ، براورد او ډيزاین ترسره او د خصوصي سکتور سره په ګډه یې د پلي کیدو په موخه د ۱۳۹۹ کال په پلان کې شامل کړي.

– د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د ان فارم او د باغدارۍ ځنځیري ارزښت پروژه باید هلمند کې خپل فعالیت پیل کړي

– د ژمي موسم کې د مالدارانو مالونه د غذایي موادو د کمښت سره مخ کیږي چې له امله یی مرګ و میر رامنځته کوي ، نو له مالدارانو سره باید د حیواني خوراکې او واکسینونو مرستې وشي.
– هلمند کې د یو مجهز مصنوعي القاح استیشن باید ورغول شي چې تخنیکي اسناد یی بشپړ او مرکز ته لیږدول شوي دي.

– هلمند کې ځمکوالو ته د شنو خونو رغولو ته باید پاملرنه وشي ترڅو د هلمند کرنیز محصولات پیاوړي او د بزګرو اقتصاد ورسره بهبود پیدا کړي.

– په ولایتي کچه زمینه برابره شي تر څو د مالدارۍ برخه د خصوصي سکتور لخوا په پښو ودرول شي او په سیمه کې سرمایه ګذاري وشي.

– د ځنګلونو او څړځایونو د پراختیا او وسعت په برخه کې باید ځانګړې پاملرنه وشي.

– د څیړنیز فارم د بهبود او تقوې په برخه کې ددې ادارې طرح شوي پلانونه باید منظور او عملا ورباندې کار وشي.

– دهلمند ولایت په کچه د یخو خونو جوړولو ته اشد ضرورت او اړتیا ده ، د کرنې محترم وزارت باید په دې برخه کې همکاري وکړي او عملا باید یخې خونې ورغول شي.

د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ښاغلي نصیراحمد دراني د هلمند ولایت لپاره پیشنهادي پروژې اړینې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د یادو پروژو په منظورۍ کې به همکاري کوي.

ښاغلي دراني وويل: هلمند ته به په نوي مالي مال کي د شنو او سړو خونو ونډه زياته ورکړل شي، د نويو نباتاتو په ځانګړی توګه الويرا او ليمو ترويج به زيات شي او دغه راز د مالدارۍ د پراختيا لپاره به هم پاملرنه ډيره شي.




t