د ګرانۍ ګټي

د ګرانۍ ګټي

لیکنه: ګل نوخیز اختر

ژباړه: احمدشاه پاڅون

زه د هر شي د مثبت ارزولو په ناروغۍ اخته یم.

د ګرانۍ په اړه هم زما همدغه نظر دی، چي موږ یې له مثبته اړخه نا خبر یو.

ګراني له بیلابیلو زاویو خورا ښه او کټوره ده.

د ګراني په وجه په انسان کي شپه او ورځ د کار کولو توانمندۍ او همت را پیدا کیږي.

له بې ځایه لګښت څخه ځان ژغوري، په سپما او بچت عادت کیږي.

که یو شی په دوې افغانۍ وي او بیا یو دوم هغه لس افغانۍ ته لوړ سي، یقیناً، چي ستاسو په اند به دا شی ډیر ګران سوی وي.

که د بریښنا بیل پنځه زره راسي، نو د کور دننه او دباندي ټول ګروپان لګیږي، که لس زره راسي نو کور یوازي دننه روښانه وي، که پنځلس زره راسي نو اتو کړي او نا اتو کړو جامو پسي به سر نه ګرځوي، که شل زره بیل راسي، نو په دوو اونیو کي به یو ځل د کالو مېنځلو ماشین چالانده کیږي، که پنځه ویشت زره راسي، نو د وړو وړو شیانو د موندلو لپآره به د مبایل له (ټارچ) څراغ نه ګټه اخستل کیږي.

فکر وکړئ، که د ټولو بیلونه د میاشتي اویا زره افغانۍ راسي، نو څومره ګټه به مو کړې وي. د ښار نیم وګړي به له کورونو د بریښنا لینونه قطع کړي، بریښنا به دومره زیاته سي، چي کولای سو ګاونډیو هیوادونو باندي یې و پلورو.

ګراني یو نعمت دی، مګر موږ یې په قدر نه پوهیږو. د ګرانۍ له برکته به ځوانان هم نه خرابیږي، دوې دوې دندي به تر سره کوي، د شپې به یوازي د خوب لپاره کور ته راځي.

د خاوند او مېرمني تر منځ به جګړې او تاو تریخوالی هم را کم سي، دواړه به ډیر کم د مجلس او خبرو وخت سره پیدا کوي.

د اغلي ګراني له برکته سړی کولای سي یوازي پر پالکو خوړولو باندي شکر و باسي.

د ګرانۍ له وجي په کورونو کي د ترکاریو د کرلو انګیزه را پیدا کیږي، د خپلوانو او اشنایانو ودونو ته د نه ورتګ خوندوري بهانې را پیدا کیږي، کورته د اچارو په خالي ډبه کي د پیسو د غونډولو ذوق را ژوندی کیږي.

د ګراني په برکت معده هم هوسا کیږي، ورو ورو فاست فوډ پرېښودلو ته مجبوره کیږي او کرار کرار د شکنې او نورو نرمو خوړو عادت اخلي.

ګرانۍ ته بد رد ویونکي په دې نه دي خبر، چي ښايي ګراني د ژوند د سادګۍ په لور لومړی قدم دی.

هغه کسان، چي پیاده تګ یې نه کاوه، د ډوډۍ خوړولو وروسته به ځای پر ځای ناست وه، هغو ته د ګرانۍ له برکته خوندور پیاده تګ ور په برخه کیږي.

طریقه یې زده در ښیم، په مبایل کي د انټرنیټ د فعاله کولو کیسه ختمه کړئ، پیسې پچت کړئ او پیاده د انټرنیت مفتي ساحې ته ولاړ سئ او هلته د خپل زړه بړاس و باسئ.

دا ګراني ده، چي له برکته یې د ژور خفګان او د سترګو د ناروغیو کچه هم را کمیدای سي. نه به په کورونو کي انټرنیټ وي، نه هم رسنۍ او نه به هم ټوله شپه ویډیو ګاني کتل وي.

که تاسو د غوښو شوقيان یاست دعا وکړئ، چي نرخونه یې شل برابره لوړ سي، نو تاسو به خپله سبزیجاتو ته مخه کړئ او که سبزیاني هم نرخونه لوړ کړي، نو دا بیا لا ښه ده، ډوډۍ به مو کمه سي او پرته له تکلیفي ورزش څخه به مو وزن را کم سي.

د اوه متره پر ځای به پنځه متره ټوکر زموږ د جامو لپاره کفایت وکړي، د کالو کنډلو لپاره خیاط ته د جامو وړولو عادت به هم را کم سي او ښځي به یو ځل بیا کورونو کي د ګنډولو ماشینونه را واخلي.

لږ تصور وکړئ، که پېټرول لیټر په زر افغانۍ سي، نو چاته یې ګټه رسیږي؟ سل په سل کي یې ګټه ستاسو ده. سړکونه به له بایسکلانو را ډک سي او د ټولو به داسي بدنونه وي، چي تر چینایانو به مو اړولې وي.

لږ نور هم تصور وکړئ، که ستاسو جیب کي دوه زره اضافي پیسې وي څه پرې کوئ؟

یقینا چي تاسو به انرژیاني څښی، ملګرو ته به خراباتونه کوی، فلمونه به ګوری، مګر که دا دو زره ستاسو جیب کي نه وي، نو هیڅ عیاشي نسې کولی.

دعا وکړي، چي د اورلګیت یوه دانه په پنځه سوه سي. بیا ګوره خلک به د اور لګیت خاشه هم داسي په احتیاط لګوي، لکه ستن کي چي تار اچوي.

که د مکتبونو میاشتانه فیس سل زره افغانۍ سي، و به ګوری، چي څنګه حیرانونکې نتیجه یې راوځي. نه به ماشومان ښوونځیو ته ځي، نه به سواداره کیږي، نه به پر فیسبوک غلط پوسټونه ګوري او نه به یو بل ته ښکنځل کوي.

داسي به یو ځل بیا یوه نالوستې مګر مهذبه ټولنه را منځ ته سي.

د تلویزوني کېبل میاشتني فیس هم باید پنځه ویشت زره افغانۍ سي، څو یو ځل بیا د بامونو پر سر تلویزوني انتنونه نسب کړل سي او د مرغانو لپاره یو ځل بیا د ناستي لپاره نسبتاً مناسب ځای را پیدا سي.

زما خوږو دوستانو! که ګراني وي، نو زموږ پرمختګ به دوه برابره تیز وي، هر انسان به د ماشین غوندي کار کوي.

د خدای لپاره د ګراني ارزښت و پیژنئ، هسي نه دا نعمت رانه و تروړل سي. تاریخ شاهد دی، چي ژوندي قومونو تل ګرانۍ ته ارزښت ورکړی.

که ګراني وي، نو کورونه به هم یو دم پراخ او وسیع سي. د غټو غټو کوچونو او پړسېدلو پلنګانو پرځای به د لرګي چارپایاني په اطاقونو کي کښېښودل سي، نو خپله به یې و ویني، چي خونه مو څومره پراخیږي.

تاسو به باور ونه کړی، مګر دا یو حقیقت دی، چي د ګرانۍ له برکته د زیاتېدونکي نفوس مخه هم نیول کیدای سي.

چي پر هر واده دولس سوه زره افغاني مالیه واچول سي، و به ګوری، چي زموږ زیاتېدونکي نفوس په څومره چټکۍ سره را کمیږي.

ګراني هغه یواځنۍ پدیده ده، چي په مرسته یې موږ په نړۍ کي د عزت او احترام څښتنان کیدای سو.

چي د شیانو رانیولو توان په چا کي نه وي، نو وارداتي ټول توکي او مالونه به د هغه هیوادونو په ګدامونو کي وراسته سي او نړۍ به دا خپله قبوله کړي، چي یو داسي هیواد هم سته، چي هیڅ هیواد ته اړتیا نه لري.

دا چي خلک راسي او هره ورځ د ګرانۍ بده وايي، ماته زهر ښکاري. دا خلک احساس نه لري، ګراني به د نېکمرغه خلکو په نصیب وي. ستر دي هغه قومونه، چي د ګراني غوښتنه یې کړې او خپل ژوند یې له خوښیو ډک کړی.

چي پییسې وي نو لوټل او شکول وي، چي پیسې وي غلاوي کیږي. که پیسې نه وي نو د شپې به د کورونو عمومي ګیټونه هم پرانستي پاته وي.

ملګرو! که ګراني وي، نو شیان به هم خالص تر لاسه کیږي، بازاري ګډ وډ او تیرایستونکي توکي به نه موندل کیږي.

خلک به د پاکټي داروګانو پر ځای په خپل کور کي مرچ، مساله او دارو میده کوي او خالص دارو به جوړیږي.

د کور په کاراج کي به د موټر پر ځای غوا تړلې وي. د غوا له برکته به د شېمپو له لګښته هم خلاص یو. د غوا له شيدو مستې جوړي کړه او وریښتان ورباندي پرېمنځه.

د چرګانو د حلالولو پر ځای به د هغوی پاللو ته انګیزه را ژوندي سي. په بندو کوټو کي د ایرکنډیشنانو لړۍ په ختمه سي او پر ځای به یې تخت بامونه اباد سي.

لږ فکر وکړئ، که سګریټ قوطۍ په لس زره افغانۍ سي…. اوووو و بخښی

الله دې نه کوي.




t