ښځې باید کورنی ژوند د رسول الله (ص) له لور بي بي فاطمې (رض) څخه زده کړي !!

ښځې باید کورنی ژوند د رسول الله (ص) له لور بي بي فاطمې (رض) څخه زده کړي !!

د طبقاتو په کتابو کی راغلي دي چی :

د رسول الله (ص) لور فاطمةُ الزّهرا (رض) به څو ورځي پر له پسې په لوږه سره تېرولې خو یوه ورځ د دې د خاوند حضرت علي (رض) ورته پام سو چي د میرمني رنګ یې ژړیږی نو یې ورته و ویل : تاته څه پېښه ده چي ورځ په ورځ ژړیږې.

د رسول الله (ص) لور حضرت فاطمه ” رَضِيَ اللهُ عَنْهاَ ” ورته و ویل : له دغه درو ورځو راهیسي په کور کي شئ نسته چي ویې خورم.

حضرت علي ” رَضِيَ اللهُ عَنْهاَ ” ورته و ویل: نو ولي ماته نه وایې؟

دې ” رَضِيَ اللهُ عَنْهاَ ” ورته و ویل : زما پلار رسول الله (ص) زما د واده په شپه راته وویل: یا فاطمه ! که علي د خوړو دپاره کوم شئ راوړی خوره یې او که یې نه راوړی ته یې مه ځني غواړه ( دا ددې دپاره چي خاوند به دې څه شئ نه لري یا به د شي د راوړلو قدرت نه لري )

نو ځکه مې د پلار وصیت په غوږ کې دی او نه غواړم هغه څه وغواړم چې ته ورباندې قدرت نلرې.

مګر د نن ورځي ډیري ښځې دې کي خاص مهارت او تخصص لري چی د خپل خاوند جیب څنګه خالي کړي، ځیني میرمني خو داسي وي که یې د خاوند په جیب کي پیسې ولیدې کور یې تر هغو د جنګ او جداله نه خالي کیږي تر څو دغه پیسې د خپله خاونده څخه اخلي.

مګر په دې کی هیڅ شک نسته که نارینه یو ځل تسلیم سي خو د همېش دپاره سپین بیرغ نه پورته کوي ، د دغه خوی او خصلت په سبب به خامخا د دوی په منځ کي لیري والی راځي که څه هم پسله وخته وي.

نو د ښه او خوشحاله ژوند کولو دپاره پر هغو ښځو چی دغه عادت لري دا لازمه ده چي له دغه خوی او خصلته لاس واخلي که نه دغه کار د دې په لوی ضرر تمامیږي.

سيد رفيع الله قلم




t