يوې پاکستانۍ سندرغاړې له خپل مسلک لاس واخيست

يوې پاکستانۍ سندرغاړې له خپل مسلک لاس واخيست

پاکستاني رسنۍ وايي، څو ورځې مخکې پر ټولنيزو شبکو يوه بربنډه ويډيو خپره شوه چې سندرغاړې رابي پيرزاده ده منسوبه کړې وه.

يادې ويډيو پر ټولنيزو شبکو غبرګونونه وپارول او د خلکو له پراخو نيوکو سره مخ شوه.

خو تر بربنډې ویډیو خپرېدو وروسته هغې د ټویټر له لارې له ټولو غوښتنه کړې وه چې دا ویډیو نوره خپره نه کړي او لیکلي يې وو چې که څوک د چا پرده وکړي خدای تعالی به یې پرده وکړي.

خو نن یې یو ځل بیا پر ټویټر لیکلي چې نور یې له سېنما سره مخه ښه وکړه، له خپل خدایه یې د بښنې غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې په حق کې یې د نورو خلکو زړونه نرم شي.




t