د پاني پت فلم کامیابی دي هندوستان ته سر له اوسه مبارک وی!! – ارین خان

د پاني پت فلم کامیابی دي هندوستان ته سر له اوسه مبارک وی!! – ارین خان

آیا یوازې نیوکې یا شک د حل لاره ده او که مونږ به هم کله وړاندې له دې چې یو بل څوک مونږ ته زمونږ د تاریخ په اړه فلم وړاندې کړی، خپله به هم څه کوو.؟

د پاني پت فلم کامیابی دي هندوستان ته سر له اوسه مبارک وی، له تېرې یوې نیمی لسیزې په ګران هیواد کې د هنر په ژبه د هیواد تاریخی ارزښتونو ته، کلتور ته، هنر ته او سینما ته کار کوم او ویاړم چې دغه سپیڅلی خدمت کوم خو افسوس راته په دې راشی چې مونږ لا هم داسې څوک نه لرو چې په ځای ددې چې په یو بې کیفیته تجارتی اعلان او پردیو ډرامو په زرګونو او لکونو ډالر مصرف کړی دا مصرف په یو تاریخی او هنری اثار باندې وکړی تر څو یې هم خدمت کړی او هم مادی ګټه.

داسې یو میړنی افغان تاجر چې د وطن او تاریخ احساس ور سره وی په دې لسو کالو کې پيدا نه شو چې د هند په څېر زمونږ د تاریخ یو باب ته اشاره وکړی.

زما دهنری سفر کوششونو سره سم يوځل مې غوښتنه هم ظاهره کړی وه، سکرپټ او نور چمتوالی مې هم نیولی وو خو دلته د هنر او هنرمند په قدر څوک پوهیږی؟ ما د ړندو په ښار کې آئینې خرڅولې، دلته کله داسې سینما شتون لری چې د نړیوال معیار سره سم هنری توکی تولید کړی؟ دلته خو یا د پیسو غم وی یا د شهرت او که چا نه د نړیوال معیار د پاره د کار کولو مرسته غواړې نو مجبور یې چې چاپلوسی ورته وکړې چې دغه شی زما په شان کې نیشته.

همدا دلیل و چې زما په فکر او غوښتنه چا بیخی نه فکر او نه یې ځان پوهه کړو او له یوه لاسه پړک نه خیژی، په ځان ته ځان مې چې تر اوسه څه کړی دی همدومره کولی شم او ویاړم چې دغه خدمت مې کړی دی.

ما خپله هڅه کړې ده په هر میدان مې د احمدشاه بابا توره، د میرویس نیکه میړانه او شاه غازی جرات د هنر په ژبه تمثیل کړئ دی خو نه یوازې دا چې په دغه کارونو تشویق شوی نه یم یا ورته چا جدی پام نه دې کړئ بلکې ځینو خو یې حتئ زما د مخې نیولو کوشش هم کړې دې خو زما جذبې او زما د خپل تاریخ سره مینې زما د لارې خنډونه لرې کړی دی.

د پانی پت فلم د پاره د هندی سینما کاسټنګ ‌‌‌‌‌‌ډایریګټرانو دوه ځلی راڅخه د رول لوبولو غوښتنه کړی وه خو دا چې دا رول په منفی څېره کې د یو پښتون رول و نو ما ترې انکار وکړو.

اوس هم لا وخت تیر نه دی { دا ګز دا میدان } راشئ زه چمتو یم چې د یو افغانی فلم په شکل کې د احمدشاه ابدالی په ویاړ د پاني پت د جنګ د تاریخ یو سم انځور وړاندی کړم.

او دا به هغه وخت ممکن وی چې د افغانستان پیاوړی او په بابا مئین تجاران او سرمایه ګذران را سره اوګه په اوګه اودریږی او هغه برخه کې را سره ونډه واخلی چې دوئ پورې اړه لری، ځکه چې داسې یو لوی او ستر کار د لږې بودیجې کار نه وی او زه هنرمند یم زما ټوله سرمایه زما هنر ده خو د هنر او معیار ذمه واری زما اما دا هر څه په تش لاس یا په یو لاس نه کیږی.

هغه د درویش درانی صیب خبره چې که لاس په لاس شو نو شک نیشته چې دا کاڼی به لعلونه شی او دا بوټی به لونګ
شی.

#پاني_پت

نوټ: دا یو تعداد تش په نامه افغانان که همدا رنګه #بیګانه_پرسته اوسې په سلو کلنو کې به د سینما ، تیاتر ، هنرمند او یا فلم سټار خاوند نه شي.

افغان هنرمند ارین خان



خان د پاني پت په اړه کلتور
t