د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو شمیر پوستونو ته لېست لنډون وشو

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو شمیر پوستونو ته لېست لنډون وشو

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، ددې ریاست د ۶ بستونو له پاره د ریاست مقام او اداري اصلاحاتو ریاست د استازي له خوا د لېست لنډون (شارټ لېست) پروسه په پوره شفافیت سره پای ته ورسېده.

سرچینه وايي، په دې پروسه کې په لومړي ځل ټولو هغو مینه والو ته خبر ورکړ شو چې په ځېنو منطقي دلایلو د شارټ لېست له پروسې پاتې شوي وو. دغه شمېر کسانو ته درې ورځې وخت ورکړ شو چې خپل اسناد پوره او په لېست لنډون کې داخل شي. له دې وروسته به د اداري اصلاحاتو د ریاست له خوا د محمد موسی شفیق په مرکز کې ترې ازموینه واخیستل شي

په دې پوستونو کې د ځوانانو چارو امریت، باختر اژانس مدیریت، د کتابتون مدیریت، د تیاتر مدیریت، د مجلې مدیریت او څو نور مدیریتونه شامل وو.



بستونه لیست لنډون ننګرهار
t