ننګرهار: د ماشومانو ملاتړ قانون تخنيکي کمېټې لومړنۍ غونډه وکړه

ننګرهار: د ماشومانو ملاتړ قانون تخنيکي کمېټې لومړنۍ غونډه وکړه

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ د لړم په ۱۶مه ولايت مقام کې د ماشومانو ملاتړ قانون تخنيکي کمېټې لومړنۍ غونډه وکړه.

د ننګرهار د مطبوعاتو مرکز وايي، نوموړي د يادې کمېټې په فعاليدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د ماشومانو روزنه او پالنه د ټولو ګډ مسئوليت دی او بايد د کمېټې ټول غړي په جديت سره په خپله برخه کې اجرات تر سره کړي.

ښاغلي مياخېل وویل:

«د دې کمېټې راتلونکو غونډو مشري به په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيال تر سره کړي او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د دې تخنيکي کمېټې فرعي غونډې په ښه توګه تر سره کړي او معلومات يې په مياشتنۍ غونډه کې شريک کړي.»

هغه زياته کړه، چې د ماشومانو د حقوقو ملاتړ د اساسي قانون د اوومې او څلور پنځوسمې مادو د حکمونو په رڼا کې وضع شوی دی، چې موخه يې د ماشومانو د حقونو تامين لپاره د اړونده ادارو دندې روښانه او شريکول دي.

ده وويل:

«د ماشومانو د حقوقو ملاتړ د قانون طرحه د شپاړلس فصلونو او يوسل اته مادو په درلودلو سره د کابينې په غونډه کې د تقنيني فرمان په توګه توصیب کړ.»

سرچینه زیاتوي؛ د کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شېرزاد او د يادې ادارې د کار امر فضل هادي فضلزي وويل، چې د ماشومانو د ملاتړ قانون تخنيکي کمېټه د ولايت مقام په رهبرۍ او کارټولنيز چارو ادارې په منشيتوب په مياشت کې يو ځل غونډه کوي، چې د څارنوالۍ، عدلې، مستوفيت، قوماندانۍ، ښځو چارو، عامې روغتيا، اطلاعاتو فرهنګ، پوهنې، پوهنتون، حج اوقاف، بشر حقونو، ملي امنيت، سرې مياشتې او يو شمېر نورې ادارې غړيتوب لري.

دوی د ماشومانو د حقوقو ملاتړ قانون د شپاړلس فصلونو بېلابېلې مهمې مادې شريکې کړې، همدا راز يې په دې ولايت کې د ماشومانو پر وړاندې لويه ستونزه پر دوی د شاقه کارونو تر سره کول په ګوته کړل.

دوی زياته کړه:

«سره رود، جلال اباد ښار او تورخم ښارګوټی هغه سيمې دي، چې په ماشومانو درانه کارونه تر سره کيږي؛ خو د دوی ادارې له وړاندې په خپله برخه کې اجرات تر سره کړي دي.»

د کورنيو بې پروايي، د يتيمانو زياتوالی او حرفوي سوالګري يو شمېر نورې هغه ستونزې وې، چې د ګډونوالو له لوري د حل په موخه بحث شوې.



غونډه قانون ننګرهار
t