د ښوونځي مدیر

د ښوونځي مدیر

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د هندوستان په کلکته کې د یوه ښوونځي مدیر دا لیک د آزموینو له پیل څخه څو اوونۍ مخکې د زده کوونکو والدینو ته ولېږه:
درنو میندو او پلرونو!
ستاسو د اولادونو آزموینې به ډېر ژر پیل شي.
زه پوهېږم، چې تاسو څومره خواشیني یاستئ، چې اولادونه مو وکولای شي، په ښه توګه د آزموینو له مسؤولیت څخه را ووځي، خو د مهربانۍ له مخې په پام کې ولرئ، چې په دې زده کوونکو کې یو هنرمن شتون لري، چې په ریاضیاتو باندې پوهېدلو ته اړتیا نه لري.
یو کار زېږونکی شتون لري، چې د تاریخ او انګلیسي ادبیاتو ژور درک ته اړتیا نه لري.
یو موسیقي پوه شتون لري، چې په کېمیا کې د لوړو نمرو اخیستل ورته هېڅ ارزښت نه لري.
یو ورزشکار شتون لري، چې بدني او فزیکي چمتووالی د فزیک له درس څخه ورته زیات ارزښت نه لري.
که چېرې اولادونو مو لوړې نمرې واخیستې، نو ښه ده. پرته له دې د مهربانۍ له مخې له هغوی څخه د هغوی شخصیت او په ځان باندې باور مه اخلئ.
هغوی ته ووایئ، ستونزه نه شته هغه یوازې یوه آزموینه وه او دوی په ژوند کې د ډېرو سترو څیزونو د ترسره کېدو له پاره نړۍ ته راغلي دي.
هغوی ته ووایئ، چې نمرو ته په نه پاملرنې سره، له هغوی سره به مینه کوئ او په هغوی باندې به قضاوت نه کوئ.
د مهربانۍ له مخې دا کار ترسره کړئ، ترڅو وګورئ، چې اولادونه مو څنګه نړۍ فتح کوي . نباید د هغوی هیلې، استعدادونه او په ځان باندې باور د یوې آزموینې یا ټیټې نمرې قرباني شي او په پای کې فکر مه کوئ، چې ډاکټران او انجینران د ځمکې د سر یوازیني خوشاله او نېکمرغه انسانان دي.
په ډېر درنښت



معلوماتي ښوونکی
t