شکیرا: ”په سندرو کي مي هغه پخوانۍ سور نه سته‟

شکیرا: ”په سندرو کي مي هغه پخوانۍ سور نه سته‟

د انګلیسي ژبي کولمبیايي مشهوره او ښکلې سندرغاړې شکیرا وايي، د اواز کیفیت يي سخت خراب سوی دی او د پخوا په شان په کښي سور او خوند نه سته. نوموړې وايي په دې حالت سخته خپه ده او دا حالت يي پر کډ ژوند هم سخت خپل اغیز وارد کړي دي. نوموړې دا څرګندوني د ای ایف پي فرانسوي تلویزون سره په خپله یوه تازه مرکه کي کړي دي.

شکیرا د بهرنۍ موسیقي یو وتلي سندرغاړې ده، شکیرا د موسیقي هغه نوم ده، چي نه یوازي پر کولمبیا بلکي پر ټوله نړۍ يي راج چلاوه، خو په دې ورستیو کي د غاړې د ناروغي له امله اواز خپل پخوانۍ کیفیت او ښایست له لاسه ورکړي چي له آمله يي د نوموړې په ګډون د هغې مینه وال هم سخت خواشیني کړي دي.

یاده ۴۲ کلنه سندرغاړې چي په فرانسه کي د خپل خاوند او دوو اولادونو سره ژوند کوي او د فوټبال د لیدو لپاره بارسلونا لوبغاړي ته ورغلي وه. هلته يي د فرانسوي ای ايف پي تلویزون سره په خپلو خبرو کي ویلي دي:(( همیشه مي دا فلکر کاوه، چي یو وخت به خامخا ډېر څه له لاسه ورکوم، یوه ورځ به خپل ښایست او ځوانۍ له لاسه ورکوم. حتا خپل نږدي دوستان به له لاسه ورکوم. اما هیڅکله مي دا فلکر نه کاوه، چي اواز مي داسي یو څه وي چي له لاسه به يي ورکړم.))

شکیرا وایي، په سندرو کي یي هغه پخواني سور نه سته.

پاته دي نه وي، چي یاده کولمبیايي سندرغاړې په موسیقي کي زیات شمېر جایزي هم تر لاسه کړي دي. هغې د خپل شکلې اواز او همداراز ښایست له امله د موسیقي په برخه کي یو وتلی نوم و. خو اوس يي په مینه والو کي هغه پخوانۍ مینه او شور نه تر سترګو کیږي.



فلمي نړۍ هالیووډ، کولمبیا، موسیقي
t