تخليق او مطالعه – مصطفی سالک

تخليق او مطالعه – مصطفی سالک

شاعر او تخليق كوونكى بايد مطالعه وكړي او كه نه؟ كه لوستل ګټور وي څه راز كتابونه بايد ولولي؟ بله دا، چې د لوستلو هدف به يې څه وي؟
د مطالعې په اړه بايد ووايم، چې په ډاګه يې د مخالفت لپاره هېڅ كره كتونكي پاخه دلايل نه لري، خو بيا هم ځينې ليكوالان وايي، چې د شاعر او ليكوال لپاره مطالعه دا مانا لري، چې ګنې د بڼ سوري ته ګلان كري، چې ښه وده نه كوي. يا دا چې لوستل سر له خپلو خبرو خالي كول او د نورو له خبرو ډكول دي. ځينې وايي كه د لوست تر څنګه سړى خپل فكر وكړي مطالعه به ګټوره وي. په هر حال خو د ادب تاريخ شاهد دى ، چې هېڅ نابغه ليكوال د خپل تخليقي ميدان سره تړاو لرونكيو كتابونو په لوستلو سرپه نه ده كړې ، خو نوي شاعران او اديبان د مطالعې له هدفه ناخبره دي.
كله، كله په يوه شاعر كې دومره ډوب شي، چې نور ترې پاتې شي. مطالعه بايد پراخه وي.
د لوست موخه:
لوستل ددې لپاره نه وي، چې زه دې ترې د خپل شعر لپاره خامخا څه واخلم، شاعر چې د بل لوى شاعر كتاب لولي، ذوق يې صقيل مومي او بيا د يو شعر په لوستو يې په وجود كې د خيالاتو او تصوراتو يو داسې هېجان منځته راځي، چې ليك ته يې ګوتې تنخنېږي. دغه مهال، چې شاعر څه ليكي د وړاندې لوستل شوي كتاب يا شاعر نه ګټۀ پورته كوي، همدا راز په دې پوهېږي، چې فطرت ته له ډېرو زاويو نه شاعر لېدى شي، يا دا چې كومه جذبه څنګه بيان شوې. زه څنګه د ناآشنا جذبو له مخونو پردې پورته كولى شم. بله دا، چې د نورو آثارو لوستل د خپلې شاعرۍ لپاره د كره كتنې د تلې په توګه كارولى شي، چې زه د جنګ منظر كشي څنګه كوم او خوشال بابا څنګه كوله. په دې كه شاعر پوه شي د شيدا د ښې برخې نه به ګټه پورته كړي او كمزورى به يې پرېږدي. حمزه شينواري هم داسې وكړه. اوس كه د ذوق خاوند د حمزه بابا كليات لولي پوهېږي، چې د شعر د ارتقا په دې برخه كې د حمزه د شاعرۍ او د غزل لفظي او معنوي تړاو يې د پېروۍ وړ دى، خو د فلسفې درانه ټكي او كلمات، ځينې وخت پيكه وي، دا د ژبې او ادب قانون دى همداسې به پر مخ ځي، خو دا هم ضروري نه ده، چې پرته له ښه استعداده دې څوك يواځې د لوستلو په مرسته ښه اديب جوړ شي. ما سيوا ارنلډ وايي: “ورډزورت د كتابونو مينه وال نه و كه د هغه مطالعه د “ګويته” غوندې پراخه وي، نو فكر به يې ژور او اغېزې به يې هر اړخيزې وي او يقيناً به هغه يو ممتاز او ښه شاعر واى.” خو نوموړى بيا په ځانګړي ځيركۍ سره وايي، چې اصل خبره د لوستلو نشتوالى نه دى، بلكې د وخت ژوندي خيالات پېژندل په كار دي او بېلګه يې د شكسپير راوړي، چې د ډېرې پراخې مطالعې څښتن نه و، خو ستر اديب و، د مطالعې په اړه لونجائنس هم په زړه پورې خبرې لري. هغه د (علويت) د تشريح پر مهال وايي: “ليكوال موږ ته دا هم څرګندوي ، چې د (علويت) پورې رسېدو ته پر يادو شويو لارو سربېره يوه بله لاره هم شته دا څه ډول لاره ده. دا د تېر مهال د لويو مورخينو او شاعرانو پسې منډ اخيستل دي. دا هدف په ځانګړې توګه مخې ته اېښودل په كار دي، ځكه چې د ځينو ليكوالانو د الهامي ځواك له كبله د ځينو نورو ليكوالانو دننه اور غوندې لګېږي… له لرغونو نابغه ګانو څخه هم ځينې اغېزې ورننوځي، چې پيروي يې كوي. ددغو اغېزو خپلولو له كبله تر يوه كچه د خپلو كلاسيكو د شان و شوكت نه آسماني جوش حاصلولاى شي.
آيا هيروډټس هم بېخي د هومر په څېر ليكوال نه و؟
نه، ځكه چې وړاندې له هغه نه (اسټي كورس) و او له دريابه يې بې شمېره ويالې راوېستې وې. دا راز كار هرګز ادبي غلا نه ده، دا خو له ښكلو انځورونو، مجسمو او نورو فن پارو څخه د تاثر اخيستو يو ډول دى. زه نه پوهېږم، چې آيا د اپلاتون په خيالاتو كې دومره ښكلا پيدا كېداى شوه، يا دا چې شاعرانه موضوعاتو او تړاوونو ته يې دومره پام اوښته كه د تيز زلمي غوندې د اتل د مقابلې لپاره ميدان ته نه واى كوز شواى او د اول راتلو هڅه يې نه واى كړې ښايي د مقابلې په خوښۍ كې هغه د نقل ډېره هڅه كوي، خو له دې هڅې څخه څه نا څه ګټۀ هم پورته كوي. لكه چې وايي: “دا جنګ د فاني انسانانو لپاره ګټور دى او په حقيقت كې د شهرت لپاره جنګ او د اتلولۍ تاج په سر اېښودل يو عزت لرونكى او د ګټې وړ كار دى، ځكه چې دلته له مخكښانو نه ماتې خوړل هم د ذلت خبره نه ده.”
په امريكا كې د مېشت لبناني اديب جبران خليل په ادبي ژوند كې هم داسې پړاو راغلى و، چې د يوه كتاب لوستلو يې د موضوع او وينا انداز بدل كړ. خپل او پردي ټول كتابونه ورته بې ارزښته شول، كله يې، چې د خپل مشهور ناول (مات وزر) مسوده د چاپ لپاره وركوله پر دې خبره يې د خپل ضمير قناعت حاصلولو ، چې ځه خير دى كه د نطشې په فكر دا د كريړيو كاڼى وي، نو د عوامو په خيال خو بۀ يوه مرغلره وي.
يوه امريكنۍ جينۍ، چې وايسن نومېده له انځورګرۍ سره د مينې له كبله يې انځورګر جبران سره پېژندګلو پيدا شوې ده، په يوه ليك كې ورته ليكي، چې:
عزيزې مس وايسن!
نطشي يو لوى اديب دى، ډېر ستر او لوى، څومره چې يې لولې هومره په دې ورسر مينه پېدا كېږي. هغه د اوسنۍ نړۍ له ټولو انسانانو څخه ډېر ارزومن او خپلواك دي. د هغه ليكنې به هغه مهال هم موجودې وي، چې ډېر خلك به له منځه تللي وي. هغه خلك چې اوس يې موږ ستر ګڼو، زه باوري يم ، چې كله هم(( زردشت داسې وويل))په لاس درشي خامخا به يې لولي، ځكه تر ننه پورې، چې څومره كتابونه ليكل شوي دي زما پر آند په ټولو كې همدا كتاب لوړ دى. ژر تر ژره زما لور ته د راتلو هڅه وكړه، چې د نطشي په اړه خبرې اترې وكړو.
ستا جبران
له دې ليك څخه همدا اندازه كېږي، چې د نطشي كتاب د جبران زړه د زردشت اتشكده ګرځولې وه. د همدې كتاب لوستلو اړ كړ، چې (پيغمبر) وليكي. دې كتاب په نړېوال ادب كې خورا ډېر شهرت وموند. ويل كېږي، چې تر دې وروسته هغه د ارام ساه واخيسته، ګويا د خپل روح هغه مرموزه خبره يې وكړه، چې هر ليكوال يې حس كوي او بيان لپاره يې ورته ذوق تخنېږي. د همدې كتاب اغېزو د هغه ځينې خوښوونكي دې ته وهڅول، چې پر قبر يې داسې ډبرليك پرېږدي: (دلته زموږ پيشوا جبران ښخ دى)
علامه اقبال هم د ادب او فلسفې په دنيا كې ډېره مطالعه درلوده په خپل يوه ليك كې وايي : “د ملټن په تقليد كې د څه ليك اراده لرم او هغه وخت اوس نږدې شوى ښكاري، ځكه چې نن صبا د وخت يوه لمحه هم له دې فكره خالي نه ده.”
ښايي جاويد نامې ته اشاره وي.
همدا راز سليمان ندوي ته يې د ۱۹۱۹م كال د اكتوبر په لسمه نېټه ليكلي و: “فى الحال زه د يوه مغربي شاعر د ديوان ځواب ليكم، چې نږدې نيمه برخه يې ليكل شوې ده. څه نظمونه به په فارسي وي او څه په اردو” پېنځه كاله وروسته د ۱۹۲۴م كال د مى په ۱۴ نېټه ليكل شوي ليك كې بيا يادونه كوي: “د ګويته د مشرقي ديوان په ځواب كې مې د اشعارو يوه مجموته ليكلې ده، چې ژر تر ژره به خپره شي.” خو دا نه ده څرګنده شوې، چې د (پيام مشرق) ليكلو تقريباً پېنځه كاله واخيستل او كه نه ليكلې شاعري يې نه وه څرګنده كړې.
له دې ټولو بېلګو نه همدا راوځي، چې د شاعر او ليكوال لپاره لوست ګټور دى. د جهاني ادب هغه شهكارونه، چې د ژباړو په بڼه ترلاسه كېږي، تخيل پراخه كوي، ذوق صيقلوي او اديب د ادبي او شعري كيفيت سره اشنا كوي، خو خپل كلاسيك ادب او هغه ګاونډي ادب، چې له دې ژبې سره پاخه تړاوونه لري، ډېر اهميت لري. هغه ورته د خپلې خبرې كولو انداز ښيي او همدا راز يې په ژبه كې ځانګړى مقام جوتوي.
خو كه شاعر له شعر سره د كره كتنې ذوق هم ولري، غبرګ يون يې شونى، خو ګران دى ، ځكه چې د نقد ذوق ډېر وخت د تخيل د پرواز مخه نيسي. په ځانګړې توګه د الفاظو په برخه كې د هغه ذوق نه مني، چې د هغه خبره دې د تغزل تړاوونو عاري او ګونګه وي، خو دلته موږ د كره كتنې اصطلاح په ژوره مانا كې استعمالوو، ګنې هسې خو هر شاعر د شعر په اړه خپل ځانګړى ذوق او د كره كتنې شعور لري.
كره كتنه او شعر ډېر ځل په يوه سړي كې تر سترګو شوي دي، خوټي، ايس ايليټ په انګليسي ادب كې ښه شاعري او ښه كره كتنه كړې ده . بس رښتيا خبره هماغه ده، چې وايي: “هر كره كتونكى نابغه نه وي، خو هر نابغه د خپل هنر پيدايشي كره كتونكى وي.” خو يوه ستونزه چې شته هغه د مطالعې لپاره د كتاب د غوره كولو خبره ده. تجربه كار اديبان دا ستونزه نه لري او زلمو ته په كار دي، چې د خپل ذوق، خوښې او ناخوښې درك ولري او بيا د ادب له استادانو او هنرمندانو سره د مشورې په پاى كې كتاب غوره كړي، په چا كې، چې د وړاندې تلو توان وي، په فطري توګه هره ستونزه هواروي، خو وخت اخلي، نو ولې دې د نورو له تجربو زده كړه ونه كړو؟



تخلیق سالک مطالعه
t