د ايران د يورانيمو د غني کېدو بهير په چټکۍ روان دی

د ايران د يورانيمو د غني کېدو بهير په چټکۍ روان دی

د ايران د اټومي پروګرام مسؤلين وايي، په دې وروستيو کې دوی د يورانيمو د غني کولو بهير نور هم پياوړی او چټک شوی دی.

دا څرګندونې دوی د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کليزې له پوره کېدو وروسته کړي دي.

څو ورځې وړاندې د ایران اټومي بهیر چارواکو ویلي ۱۰۴۴ نوې پرزې یې د یورانیمو د غني کولو بهیر کې ځای پر ځای کړي دي.

ایران دغه بهیر داسې مهال چټک کړی دی چې د امریکا له لوري پرې اقتصادي بندیزونه اوس هم دوام لري.




t