زندان / خالص ادیب

زندان / خالص ادیب

د زندان په بنده دروازه مې سترګې ولګېدې، عسکر مې مخې ته راغلو، دروازه یې راته خلاصه کړه، نوموړی مې تر مخ؛ زه ورپسې شوم، عجیبه احساس مې کولو، د دېوالونو په سر اغزنو سیمونو، د بندیانو په لاسونو کې اولچک او پښو کې زنځیرونو بیخي حیرانه کړې وم، د یوه خیرن تعمیر په دروازه مې قدم کېښود بد بوی مې حس کړ.

 په دهلیز کې مې عکسر تر مخ و، زه ورپسې وم، د بندیانو له ببرو ویښتانو، خیرنو کالیو او بد بوی بیخي وه وېرولم، چې په یوه نیم کښ وره مې سترګې ولګېدې، عکسر اتاق ته داخل شو، ما داسې احساس وکړ، چې اوس د شیبر سترګې په ما باندې ولګېږي، شاید د خوشحالۍ احساس وکړي؛ خو هغسې نه وه…

هغه بیچاره غلی ناست و، واړه ویښتان غټه ږیره، ازادو کلیو یې بېخي خفه کړم ما ورو ورته وویل: – “ښه داسې کیسې دي” دې په وچو شونډو ژبه کش کړه زیاته کړه

: – “هو داسې کیسې دي” یوه شېبه دواړه غلي و، بیا مې ورڅخه پوښتنه وکړه: – “نور به څه ووایي؟” بې ښه او بې بده یې وویل: – “ب ش..

له هغه سره مې کوم ښه چې کول هغه هم ستا سترګې وې، ستا خبرې وي، چې دومره یې تاثیر را باندې وکړ، کنه ده خپله زندان کې راته وویل چې هغې تر اوسه ستا لپاره څه شی کړی ما ورته وویل هیڅ

… نور غلی شوم، له ځانه سره مې وویل:” – “نو زه به څه درته ووایم” پټه خوله ناست وم له اوږدې چپتیا وروسته مې له ځانه وپوښتل: – “د چا لپاره؟؟؟” له ډېر فکر کولو وروسته مې بیا هم ددې پوښتنې لپاره ځواب پیدا نه کړ.




t