د ترکيې ولسمشر امريکا ته ځي

د ترکيې ولسمشر امريکا ته ځي

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ليدنه وکړي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، په دې ليدنه کې به د سوريې پر کړکېچ خبرې اترې وشي.

دا ليدنه وروسته له هغه کېږي چې دواړو ولسمشرانو ټليفوني خبرې کړي او منلې يې ده چې راتلونکې چهارشنبه به سره وويني.

ډونالډ ټرمپ پر ټویټر له اردوغان سره ټیلیفوني مکالمه ډېره ښه بللې او ویلي یې دي چې له هغه کوربه‌توب ته سترګې په لار دی.




t