د امریکا کانګریس: پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان کې منفي رول لوبولی دی

د امریکا کانګریس: پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان کې منفي رول لوبولی دی

پاکستان له کلونو راهېسې په افغانستان کې منفي رول لوبولی دی.

 د امریکا د کانګرس څېړنيزې ادارې په يوه تازه راپور کې پاکستان تورن کړی، چې له حقاني شبکې سره یې اړیکې نه دي پرې کړي.

دغه راپور کې راغلي، چې پاکستان په افغانستان کې فعال ؛ خو منفي نقش لوبولی دی.

د امريکا د کانګرس دڅېړنيزو خدمتونو اداره وايي

((د پاکستان د امنيتي خدماتو ادارې له افغان ترهګرو ډلو سره اړيکې لري په ځانګړې توګه له حقاني شبکې سره،چې د امريکا لخوا يوه بهرنۍ ترهګره ډله پېژندل شوې او دا ډله د طالبانو يوه برخه ده.))

د ولسي جرګې غړي وايي، نړيواله ټولنه په دې پوهېږي، چې پاکستان له ترهګرو ډلو سره اړيکې لري؛ خو د خپل ګټو ساتلو په موخه په پاکستان فشار نه راولي.

کابل کې باور دا دی چې پاکستان دا څلوېښت کاله افغانستان کې منفي رول لوبولی او امريکا يي ځکه پر وړاندې اقدام نه کوي،چې اوږده ملګرتيا وسره لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې امريکا پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورنوي ؛ خو تر اوسه يې په دغه هېواد کې د ترهګريزو فعاليتونو په تړاو کوم ښکاره اقدام نه دی کړی.




t