فاریاب کې اووه وسله وال ووژل شول

فاریاب کې اووه وسله وال ووژل شول

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ له لورې په خپله شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو د فاریاب په دریو ولسوالیو اندخوی، قرقل او قُرغان ولسواليو کې عملیات کړي.

د خبرپاڼې په خبره د دغو عملیاتو پر مهال اووه وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې ليکي، چې د دغو عملیاتو پر مهال یادو ولسواليو کې ځينې کلي هم له طالب وسله والو څخه پاکې شوي دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




t