د بغلان په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ کې لس کلي له طالبانو پاک شوي

د بغلان په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ کې لس کلي له طالبانو پاک شوي

د افغانستان دفاعي مسوولين وايي، د بغلان په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو پر مختګ کړی دی.

د دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال پر مختګ کړی دی.

خبرپاڼه وړاندې ليکي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د یادې ولسوالۍ لس کلي له طالب وسله والو څخه پاک شوي دي.

د خبرپاڼې په خبره عملیاتو کې پنځه ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

خپله طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




t