د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې میشت د ملي اردو ځواکونو مسوولين وايي، نن یې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې له وسله والو سره د جګړې پر مهال پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، نن سهار د ملي اردو ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ د میوند ولسوالۍ اړوند جګروم سيمه کې جګړه شوې.

علوي وایي، د دغې جګړې پر مهال درې طالب وسله ال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه همدا ډول د اروزګان په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالي کې د اته ماینونو له منځه وړلو خبر ورکوي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




t