ارګ د سيګار د راپور هرکلی وکړ

ارګ د سيګار د راپور هرکلی وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د پرمختګ په اړه د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي تفتیش ادارې (سیګار) د وروستي خپاره شوي راپور هرکلی کوي.

په دغه راپور کې راغلي چې افغان حکومت فساد سره د مبارزې ستراتېژۍ د معیارونو پوره کولو په برخه کې پرمختګ کړی، خو لا هم په دغه برخه کې جدي ننګونې موجودې دي.

راپور زیاتوي، افغان حکومت فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۷۶ شاخصونو له جملې ۵۷ پوره کړي دي.

د افغانستان حکومت فساد سره د مبارزې په برخه کې زیاتې هڅې کړي دي او په دې برخه کې پام وړ پرمختګونه لري.

همدارنګه د روان کال د تلې په ۲۳ نېټه د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان ساپکو له جمهوررئیس غني سره په کتنه کې هم په افغانستان کې د فساد ضد مبارزې په برخه کې پر ښو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې وه.

په همدې ترتیب د هیواد جمهوررئیس د لوړې مراسمو پر ورځ اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل کلک تعهد څرګند کړی وو، دغه راز حکومت په تېرو پنځو کلونو کې اداري فساد سره د مبارزې لپاره مناسب حقوقي بسترونه جوړ کړي، په عدلي او قضايي ارګانونو کې یې اصلاحات او په قوانینو کې تعدیلات رامنځته کړي دي.

افغان حکومت د فساد رېښو د وچولو او د قانون د تطبیق پر وړاندې د خنډونو د لمنځه وړلو په برخه کې جدي او موثره هڅې کړي چې اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایي مرکز او د
افغانستان د تفتیش ادارې نومونه یادولای شو.




t