وزير: د کندهار په ټپه ولاړې پروژې به ژر بېرته پيل شي 

وزير: د کندهار په ټپه ولاړې پروژې به ژر بېرته پيل شي 

د پنج شنبې په ورځ كندهار والي حیات الله حیات د اقتصاد د رئیس ګل محمد ارین په ملتیا د اقتصاد له وزیر مصطفی مستور سره وکتل او پر مهال یې د اقتصاد له وزیر وغوښتل، چي ژړ‎ۍ ولسوالۍ ٣٠ بستريز روغتون، چي د څه مودې راهیسي یې رغنیزي چاري بندي پاته ده د HICDP برنامي په مرسته هر څومره ژر چي امکان ولري يادي پروژي دي بيرته پيل او پر ټاکلي وخت دي تطبیق سي او همداراز یې په راتلوونكي كي د HICDP برنامي لخوا كندهار ولايت ته لا زياتي بودیجې په نظر كي نیولو غوښتنه وکړه.

همدارنګه كندهار والي وویل، د كندهار د زراعتي او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ضروري ده، چي د ارغسان لوړې بند او ميانكو بندونه هم د اقتصاد وزارت د HICDP برنامي په مرسته جوړ سي.

ښاغلي حیات د اقتصاد له وزیر څخه وغوښتل، چي راتلوونکي ۱۳۹۹ کال کي دي د کندهار د انکشافي پلان اړوند هر سکتور ته شپږ پروژې منظور سي ځکه په خبره یې هركال د ولايت په کچه انكشافي پلان جوړیږي خو د مركزی ادارط لخوا ورته ډيره كمه توجه كيږي.

کندهار والي زیاته کړه، چي د اقتصاد او کرهڼي رياستونو د انارو او انگورو طرحه او د تطبيق پلان جوړ كړي دي، چي د ولايت مقام تر تائید وروسته اقتصاد وزارت ته هم استول سوي دي او موږ هیله لرو، چي یاد پلان ته د ډونرانو لخوا بودیجه پیداسي او طرحو د تطبيق لپاره عملاً كار وسي.

وروسته د اقتصاد وزیر مصطفی مستور د اقتصاد رياست ته هدايت وكړ چه هر څومره ژر كيږي د د بندو پروژو مشكل حل او بيرته يي كار پیل کړي.

ښاغلي مستور زیاته کړه، چي هڅه کوي د ١٣٩٩ کال انكشافي پلان څخه مهمو او ضروري پروژو ته بودیجه كي ځاي وركول سي او همدارنکه یې د انارو او انګورو د جوړي سوي طرحي څخه خوښي وښودل او د یادي طرحي لپاره یې د امکاناتو د پیدا کیدو ډاډ وړاندي کړ.




t