پوځي عمليات؛ شېرزادو کې دوه کلي له مخالفينو پاک شول

پوځي عمليات؛ شېرزادو کې دوه کلي له مخالفينو پاک شول

په شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو څخه دوه کلي پاک او ترې پاتې شوې کرولا امنیتي ځواکونو تر لاسه کړه .

د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې پیل شوي عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هاشم خیلو،بلال جومات او یو شمییر نوروې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې او ترې پاتې شوې کرولا امنیتي ځواکونو تر لاسه کړه .

دې ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی وایي،د عملیاتو سره یو ځای یې د پوستو او بیزونو جوړولو لړۍ هم پیل کړې او د جګړې پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته ځآنګړې پاملرنه کوي .




t