ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوال عبدالبصير ګلاب، په ولسي جرګه کې د دې ولایت خلکو استازي فريدون خان مومند او قومي مخورو په منځګړيتوب په ياده ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د کالونو دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د ګوشتې ولسوال عبدالبصير ګلاب وويل، چې د دې ولسوالۍ په دوړ خېلو سيمو کې دوو کورنیو له کالونو راهیسې دښمني درلوده، چې په ياده موده کې له يو جانب څخه يو ځوان شهید شوی و او مالي زيانونه هم ورته اوښتي و د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې ورته روغه جوړه وکړه.

ولسوال وويل، چې دا روغه له کومې دوديزې معاملې پرته تر سره شوه او د دواړو کورنيو غړو يو بل ته د دوستۍ لاسونه ورکړل، چې له دې وروسته به يو پر بل هيڅ ډول تېری ونه کړي.

په ورته وخت کې د ګوشتې ولسوال عبدالبصير ګلاب، په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي فريدون خان مومند د ګوشتې امنيه او سرحدي ځواکونو قوماندانو په ملتیا په دې ولسوالۍ کې د امنيتي پوستو څخه ليدنه او څارنه وکړه.




t