کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ملي اردو ځواکونو د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې توپچي عملیات کړي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وایي، تېره شپه د ریمې لواء ځواکونو د خاکرېز ولسوالۍ اړوند شېرغه سيمه کې توپچي عملیاتو کې دوه وسله وال وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




t