اروزګان کې هوايي بریدونو شپږ وسله وال ووژل

اروزګان کې هوايي بریدونو شپږ وسله وال ووژل

تېره شپه هوايي، ځواکونو د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند کوټوال سیمه کې د وسله والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، دغه بریدونو کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د علوي په خبره، دغو بریدونو کې د وسله والو څلور پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالب وسله والو تر اوسه د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 




t