په انلاین ژورنالېزم کې رپوټ

په انلاین ژورنالېزم کې رپوټ

لیکنہ : داورګل ناصري

که د رسنیو ډلبندۍ ته وګورو نو له تخنیکي اړخه په ۴ ډولونو ویشلې شو، عبارت دي له چاپي، راډیوي،ټلویزوني او انټرنیټي رسنۍ د دی ټولو ارزښت په خپل ځای خو اوس د انټرنیټي رسنیو له ارزښت او اهمیت سترګې نشو پټولی.او نن سبا یي اهمیت او ارزښت د یو اړتیا په څیر محسوسیږي.
او تر ډیره پوری لاس رسی هم ورته تر بلې پراخیږي.نو اړتیا ته په کتلو سره غواړو چې له تاسې سره په انلاین ژورنالېزم کې رپوټ څنګه ځای په ځای کیږي ، په اړه لنډ معلومات تاسې سره شریک کوو.
لومړی د انلاین ژونالېزم تعریف او تاریخچه .
انلاین د انګریزي ژبې دوه توري دي چې د( په ) او( کرښه ) یا مزی مانا لري.دغه مزی د ټیلي فون دی چې د انټرنیټ ډیټا یا معلومات پرې د دغی وسیلې کارونکي ته رسیږي د انلاین ژورنالېزم په اصطلاح ښایې اوس یوه نیمه لسیزه اوړي.
دغه اصطلاح (۱۹۹۰) کال په پیل کې تر غوږ شوه، چې د انلاین ژورنالیزم لومړنۍ بیلګه د(۱۹۹۲) م کال په مۍ کې ولیدل شوه. خو د انلاین ژورنالېزم اصطلاح د (۱۹۹۰) م کال په وروستیو کې ډیره عامه شوه. دا هغه وخت وو چې په شمالي امریکا او اوروپا کې نور نو د عامو خلکو هم له انټرنیټ څخه په خپلو کورونو کې کار اخیست . ‎
په انلاین ژورنالېزم کې عموما دوه ډوله رپوټونه وینو،یو يي خبري دی چې د یوه خبر پراخه شوې یا مفصله بڼه ورته ویلی شو. بل یې هم فیچر دی،فیچر عموما پر داسې مسایلو لیکل کیږي،چې ژر نه زړیږي د وخت قیده هم ورسره نه وي . د مثال په توګه په ځانمرګي برید خبري رپوټ لیکلې شوې، خو که وغواړو چې فیچر پری ولیکو نوهغه معلومات چې په خبر کې نشو تشرح کولې هغه په فیچر کې رانغاړو.
فیچري لیکنه تر ډیره لوستونکي لري.
له نورو رسنیو سره د انلاین ژورنالېزم رپوټ توپیر،،،
‎په راډیو او ټلویزیون کې عموما د رپوټ لپاره وخت قید کیږي ،چې نوموړې رپوټ ښایې ۲ نیمې یا ۳ دقیقې وخت ونیسي.خو نوموړی رپوټ کله چې یو ځل نشر شو ښایې د بیا نشر یا اوریدو لپاره ورته موقع ورنشي.
خو په انلاین ژورنالېزم کې همدغه رپوټ له انځور سره ( اپلوډ) کیږي.
خو دلته ورته کوم شرایط نشته چې څومره ځای او وخت ونیسي. او بله ګټه یې دا ده چې لوستونکي کولای شي چې ضرورت مطابق ورنه استفاده کولای شي.
یعني د اونیو،میاشتواو د کلنو لیکنې لوستلې او لیدلې شي. یو بل توپیر دا هم لري چې په راډیو کې یو غږ په وسیله او په ټلویزیون کې د غږ سره انځور هم د ویډیو په بڼه لیدلې شي،خو په انلاین کې رپوټ په لیکلي بڼه سره د انځور او ویډیويې هم ښودل کیږي.
په انلاین ژورنالیزم کې دخبریال لپاره ډیر مهم تعاملي اړخ ، پراخه لاسرسی ، په وخت چټکتیا رپوټ ورکول او نور ډیر مهم دي.
اوله دې ټولو سره سره د انلاین رسنیو لپاره چې کله متن لیکل کیږي نو دمتن جوړښت، د متن منځپانګه او د پیوندونو یا لینکونو کارولو ته باید ډیره پاملرنه وشئ،

اوس نو دلته موږ په انلاین ژونالېزم کې د رپوټ برخې څېړو،خو عموما مونږ په یو خبر کې شپږ پوښتنې ځوابوو،لکه ،کله ،ولی، څنګه،چیرته،څه،چا. موږ وایو چې په یو خبر کې شپږ پوښتنې باید ځواب شي که ځواب یې نه وي خبر نیمګړی دې خو په انلاین کې فقط ۴ پوښتنې ځوابیږي.(څه،چیرته.ولې،چا) دا هغه پوښتنې دي چې له دې نه بغیر انلاین رپوټ نیمګړی دې.
په انلاین کې د رپوټ لیکلو لپاره عموما د ژونالېزم استادان د احرام بڼه ډیره یادوي،په دې مانا چې رپوټ د احرام په بڼه دې ، لکه : څه شوي دي؟،اهمیت یې په څه کې دې؟ ، نور مهم جزیات یې څه دي؟،شامځکه یې څه ده؟،
دغه څلور پوښتنې باید ځواب شي ، او که چیرته ورته ځواب پیدا نشي نو رپوټ مو نیمګړی دې.‎
احرام یعني څه،مثال.
څه شوي دي؟
باید موږ دلته په ډاګه ووایو چې یوه حادثه شوی،د جلال اباد ښار کې.
اهمیت يې په څه کې دې؟
اهمیت یې دا دې چې یو سرحدي او سوداګریز ولایت ده.
نور مهم جزیات یې څه دي؟
په دې پیښه کې زیات شمیر عام ولسي خلک شهیدان شوي،ویل کیږي چې هدف یې بهرني سرتیري وه خو هغوۍ ته کوم مالي او ځاني زیان نه دې اوښتې.
شامځکه یې څه ده ؟
دلته مو په رپوت کې د نوموړی موضوع مطابق تیره ورته پیښه بیانوو،
مثال، یعني دا لومړې ځل ندې چې پر بهرنیو ځواکونو باندې حملې کیږي ، له دې وړاندې هم پر بهرنیانو ورته حملې شوي،چې زیان یې زیاتره وخت ملکي کسانو ته رسریږي.
ماخذونه
د کتاب نوم : پسرلې،ایمل
لومړی چاپ : ۱۳۸۹ ل /۲۰۱۰ ز
چاپ شمیره : ۱۰۰۰ ټوکه
BBC.JORNALLESIM.COM



راپور لیکنه ژورنالیزم
t