اچين: د کوکنارو مخنيوي په موخه غونډه ناسته وشوه

اچين: د کوکنارو مخنيوي په موخه غونډه ناسته وشوه

ننګرهار ولایت اچين ولسوالۍ امنې قوماندانۍ کې د کوکنارو مخنيوي په موخه د سيمي مخورو او بزګرانو سره ناسته وشوه، چې پر مهال یې امنيه قوماندان، د اچين ښاروال، قومي مخورو او نورو شتون درلود.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، مسئولینو له قومي مخورو او بزګرانو وغوښتل، ترڅو د کوکنارو په مخنيوي کې ور سره همکاري وکړي او په خپلو ځمکو کې يواځې حلال فصلونه وکري.

قومي مخورو او بزګرانو ژمنه وکړه، چې په خپلو ځمکو کې به د کوکنارو پر ځای حلال فصلونه وکري؛ خو ځمکه لرونکو سره يې د کوکنارو بديل ورکړې غوښتنې وکړې.



اچین کوکنارو مخنیوی ناسته
t